ننګرهار کې د غير رسمي ۷ کمپونو د تخليې او لېږدونې په موخه غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲ - ۱۱:۴۶
ننګرهار کې د غير رسمي ۷ کمپونو د تخليې او لېږدونې په موخه غونډه دائره شوه

۲زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار مرستیال والي مولوي سعيد احمد بنوري په مشرۍ د کرنې،  اوبولګولو او والدارۍ ریاست او  د کورنيو او مرستندويه ادارو مسئولينو سره په ننګرهار کې د ۷ غير رسمي کمپونو په ااصولي او قانوني ډول د تخليې او لېږدونې په موخه غونډه دائره شوه.
د يادې غونډې پر مهال د ننګرهار مرستيال والي وويل، چې د تېرو ناخوالو ګڼ شمېر افغانان بهر او داخل کې کډوال کړل؛ خو اوس چې امنيت او ثبات حاکم دی بايد داخلي بې ځايه شوې کورنۍ د کډوالۍ د اُصولو او قانون له مخې خپلو اصلي ځايونو او يا يو بل مناسب ځای ته ولېږدول شي.
نوموړي په کورنيو او بهرنيو مرستندويه ادارو غږ وکړ، چې د غصب مخنيوي او امارتي ځمکو بېرته راګرځولو کميسيون له لوري په ګوته شويو اوو کمپونو په تخليې او د مېشتو کورنيو مناسبو ځايونو ته په انتقال کې همکاري وکړي.
د ننګرهار ولایت مرستیال والي وویل، چې مرکزي ادارې سره به په همغږۍ د يادو کورنيو په انتقال کې اجرات تر سره شي؛ خو بايد مرستندويه ادارې هم همکارۍ په موخه چمتووالی ولري.
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد په دې ولايت کې د اوو کمپونو کابل کمپ، فارم هډې کمپ، تګاب کمپ، کوز شيخ مصري کمپ، درخۍ کمپ، وچ تنګي کمپ د بهسودو ۱۱ فرقي کمپ په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او پرېکړه وشوه، چې  د یادو داخلي بي ځایه شویو کورنیو په برخه کې  عاجلو اقداماتو په اړه لوړو مقاماتو سره خبرې وکړې.
دغه راز د ننګرهار دکرنې رییس وویل د غصب د مخنیوي کمیسیون  په ننګرهار کې د ټولو اداراتو او امارتي ملکیتونو د غصب څخه خلاصولو مسولیت لري،  چې پدي برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې هم لري. 
د کډوالو چارو وزارت استازي مولوي سردار شېرزاد وويل، چې ياد کمپونه په تېر کې حکومتونو له لوري د اړتيا له مخې جوړ شوي او دوی ژمن دی، چې ورته سرپناه پيدا کړي او بيا  تخليه او انتقال صورت ونيسي، نوموړي له مرستندويه ادارو غوښتنه وکړه، چې په دې برخه کې ور سره همکاري وکړي.
په دې غونډه کې د یوشمېر مرستندویه ادارو چارواکو وويل، چې د کمپونو وېستل دوی لپاره نوې خبر ده او سږکال چمتو نه دي، چې دوی سره د سرپناه او نورو برخو کې همکاري وکړي؛ خو ژمنه يې وکړه چې ياده موضوع به خپلو مرکزي دفترونو سره د همکارۍ په موخه شريکه کړي ترڅو په پلان کې شامل شي.
دوی همدا راز د يادو کورنيو په بيا مېشته کېدنه کې د امکاناتو له مخې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ او په اړونده برخه کې يې خپل نظرونه او وړانديزونه شریک کړل.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

در ننگرهار تخم‌های اصلاح‌شده سویابین و کودهای کیمیاوی برای ۳۲۰ دهقان توزیع شد

۳۰ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ محرم‌الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق
به تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار و با حمایت مالی و تخنیکی مؤسسه جهانی آموزش و تغذیه، برای ۳۲۰ تن از دهقانان ولسوالی‌های. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

توزیع ماشین‌های خشک‌کن سبزیجات و میوه‌جات به ده‌ها تن از دهقانان ولسوالی متاخان ولایت پکتیکا

۳۰ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ محرم‌الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا با تمویل سازمان غذا و زراعت ملل متحد و همکاری تخنیکی مؤسسه اکشن‌اید، روند توزیع ماشین‌های خشک‌کن. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۹
Background image

جلسه هماهنگی زراعت و انکشاف دهات در دایکندی برگزار شد

۳۰ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار هماهنگی زراعت و انکشاف دهات به ریاست مولوی عبدالصمد مقبول رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی و با حضور نمایندگان مؤسسات همکار و ادارات مربوطه. . .

بازگشت به خبرها