د نيمروز دکرنې رئيس د (FAO) ادارې او (ANRCC) موسسې د سوېل لوېديځې حوزې چارواکو سره وکتل

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۸/۱۱ - ۱۶:۱۷
د نيمروز دکرنې رئيس د (FAO) ادارې او (ANRCC) موسسې د سوېل لوېديځې حوزې چارواکو سره وکتل


۲۶ ربیع الأول،  ۱۰ لړم
د نیمروز ولایت د کرنې، اوبولګولو  او مالداری رئیس محمد سعید جوهري، د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO)
  او (ANRCC) موسسې استازو  فیروز آرین او ممتاز بریالی سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې، د کرنې رئیس په نیمروز کې د کروندګرو او مالدارانو پر ستونزو خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د وچکالۍ له امله د ولایت په کچه بزګران او مالداران ډېر زیانمن شوي دي او مالي زيانونه یې لیدلي دي.
په دې ناسته کې  د (FAO) ادارې او (ANRCC) موسسې د سوېل لوېديځې حوزې چارواکو ژمنه وکړه،  چې د نيمروز ولايت په مرکز زرنج او ددې ولايت په چهاربرجک، کنګ، دلارام او خاشرود ولسواليو پر يوشمېر بزګرانو د غنمو اصلاح سوي تخمونه او کيمياوي سرې وېشې.
 او همدا راز د یادې مؤسسې له لارې به د نیمروز ولایت په  څلورو ولسواليو (کنګ، چهار برجګ، دلارام او خاشرود) کې څلورو زرو  مالدارانو ته ۲۰۰ کیلو حیواني خوراکه، چې ټولټال ۸۰۰  ټنه کېږي؛ مرسته کېږي.
يادې مرستې ددې ولايت د کرنې او مالدارۍ د پراختيا او د کروندګرو او مالدارانو د ملاتړ په موخه پر مستحقو هغو وېشل کېږي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۹:۳۷
Background image

آماده‌سازی پنج جریب زمین برای احداث قوریه‌جات نهال در بغلان


۲۹ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری بغلان پنج جریب زمین را در ساحه باغ اختر بغلان صنعتی برای احداث قوریه‌جات نهال‌های مثمر، غیرمثمر و بوته‌های زینتی آماده کرده است.
این کار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۶:۱۱
Background image

افتتاح کانال آب زراعتی در ولسوالی خاش بدخشان


۲۹ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
کانال آبیاری زراعتی قریه ده‌پاره ولسوالی خاش بدخشان با حضور مسئولان محلی، نمایندگان ریاست زراعت و تیم تخنیکی موسسه افغان اید افتتاح و به بهره‌برداری سپرده شد.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۶:۴
Background image

افتتاح دو پروژه زهکشی و اصلاح زمین‌های زراعتی در کندز و بغلان


۲۸ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زهکشی و اصلاح زمین‌های زراعتی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از افتتاح دو پروژه مهم در ولایت‌های کندز و بغلان خبر داد.
نخستین پروژه در ولسوالی امام صاحب ولایت. . .

بازگشت به خبرها