هلمند کې کرونده ګرو ته په ننداریزو کروندو کې عملي او نظري زده کړې ورکول کېږي
۲۰ چنګاښ ۱۴۰۰
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت کروندګرو ته په ننداریزو کروندو کې دعملي او نظري زده کړو زمینه برابره شوې ده.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وايي، چې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه، ناوې، ګرمسیر او نادعلي ولسوالیو کې د پنبې، جوارو او سبو ۷ ننداریزې کروندې جوړ شوي دي، چې په یادو کروندو کې بزګرو ته عملي او نظري زده کړې ورکول کېږي.
د ښاغلي الکو په خبره، د یادې پروسې په لړ کې به نږدې ۳۲۰۰ تنه بزګرو ته د ښې کرکېلې لارې چارې، د نباتي ناروغیو مخنیوی، د کیمیاوي سرو کارول او د اوبولګولو په اړه د فني او مسلکي کارمندانو له خوا په عملي او نظري ډول زده کړې ورکړل شي.
دیادې پروسې له لارې به بزګر وتوانېږي ترڅو په اسانۍ سره مخکې تر دې، چې نباتي ناروغۍ او افتونه یې پر کښتونو حمله کوي مخنیوی یې وکړي، خپلې کروندې ښې وروزي، په مناسب ډول کیمیاوي سرې وکاروي او د اړتیا سره سم یې د اوبولګولو سیستم منظم کړي، چې په دې سره به دبزګرو د حاصلاتو کمیت او کیفیت ښه او لوړ حاصلات به ترلاسه کړي.