نورستان کې په ۳۶۰ بزګرو مېرمنو د کورنیو باغچوجوړولو توکي او د سبو تخمونه وویشل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۰ - ۱۵:۳۲
نورستان کې په ۳۶۰ بزګرو مېرمنو د کورنیو باغچوجوړولو توکي او د سبو تخمونه وویشل شول

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۰
د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د یاد ولایت په ۳۶۰ بزګرو مېرمنو د کورنیو باغچو جوړولو په پار اړین توکي او د ډول ډول سبو تخمونه وېشلي دي.
د نورستان د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه یې ۳۶۰ مېرمنو ته د کورنیوباغچو توکي او ترڅنګ یې د ډول ډول سبو لکه «ګندنې، پیازو، سرې مولۍ، بادرنګو او بینډیو» تخمونه وېشلي، چې له دې لارې به اړمنې مېرمنې وکولای شي خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.
له دغو توکو او تخمونو څخه برخمن شویو مېرمنو ته په کورنیو باغچو کې د سبو کرکېلي او پالنې په پار روزنې هم ورکړل شوي دي.
دغو وېشل شویو کورنیو باغچو څخه موخه خوراکي خوندیتوب رامنځته کول، د کلیوالو بېوزلو کورنیو اقتصادي وده، د بېوزلۍ کچه ټېټول او مېرمنو لپاره د کار زمینې برابرول دي.

خبرهای تازه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۶:۹
Background image

دیدار معین زراعت و مالداری با هیئت رهبری موسسه خیریه ترکیه

۱۸ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، امروز در دفتر کارش با سلیمان ایپلی رئیس موسسه خیریه ترکیه و معاونش سردارولی شهباز دیدار و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۲۳
Background image

امضای تفاهم‌نامه همکاری میان وزارت زراعت و کمیته هالند

۱۸ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
تفاهم‌نامه همکاری پروژه «بهبود معیشت‌های پایدار و تقویت زنجیره‌های ارزش در برابر تغییرات اقلیمی در افغانستان» میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و کمیته هالند در کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۲:۱۴
Background image

توزیع نهال‌های مثمر و وسایل باغداری برای ۱۰۰ باغدار در جوزجان

۱۸ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان در همکاری با موسسه داکار، برای ۱۰۰ تن باغدار در ولسوالی فیض‌آباد این ولایت، نهال‌های مثمر همراه با وسایل باغداری و کود. . .

بازگشت به خبرها