هلمند کې د هندواڼو او خټکیو حاصلات د پام وړ زیات شوي

content_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۶ - ۱۷:۴
هلمند کې د هندواڼو او خټکیو حاصلات د پام وړ زیات شوي

۶چنګاښ ۱۴۰۰
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د تېر کال په پرتله سږکال ددې ولایت د خټکیو او هندواڼو حاصلات د پام وړ زیات شوي دي.
 د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایی، چې سږ کال ددې ولایت په دوه زره او ۲۰۰ هکټاره ځمکه کې خټکي کرل شوي دي، چې د اټکل له مخې به یې سږني حاصلات څه باندې ۵۲ زره مټریک ټنه وي. دغه راز روان کال د هلمند ولایت په دوه زره او ۲۵۰ هکټاره ځمکه هندواڼې کرل شوي دي، چې څه باندې ۶۹ زره ټنه حاصل به ترې تر لاسه شي.
زلمی الکو وایي، چې هلمند کې د خټکیو او هندواڼو د افاتو او ناروغیو دمخنیوي په پایله کې په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. هغه وویل «سږکال په هلمند کې د نباتي ناروغیو او افتونو پر وړاندې په جدي توګه مبارزه شوې، بزګرانو ته عامه پوهاوی ورکړل شوې، د خټکیو د مچ د مخنیوي په پار پر بزګرانو محافظتي کڅوړې وېشل شوي دي او د بزګرانو په کروندو کې د نباتي ناروغیو د مخنیوي په پایله کې د خټکیو او هندواڼو کیفیت، رنګ او خوند ښه شوي دي.»
د ښاغلي الکو په خبره د هلمند د خټکیو او هندواڼو  حاصل ښه اټکل شوي دي، چې تر ډېره د کروندګرو د اقتصادي ودې او پراختیا په برخه کې د قناعت وړ حاصل بلل کېږي.
هلمند د هندواڼو او خټکیو کرکېلي او ودې لپاره مناسب اقلیم لري؛ په همدې موخه ددې ولایت ډېری بزګران هندواڼو او خټکیو کرکېلي ته زړه ښه کوي.
د هلمند خټکي او هندواڼې ددې ولایت ترڅنګ یو شمېر نورو ولایتونو لکه کندهار، زابل، غزني، میدان وردګ او کابل ته هم صادرېږي، چې د پېر- پلور ښه بازار لري.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۲۱
Background image

زمین از سوی ریاست اراضی وزارت زراعت به شرکت برشنا انتقال شد

۲۱ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ ذوالحجه ۱۴۴۷ هـ.ق
در جلسه‌ای که در ریاست انتقال و توزیع زمین‌های ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد و حافظ عبدالکبیر زاهد، رئیس انتقال و توزیع زمین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۱۲
Background image

توزیع کنجاله برای مالداران ولسوالی چهاربولک ولایت بلخ

۲۱ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ از توزیع کنجاله برای مالداران ولسوالی چهاربولک با همکاری مؤسسه برای احیا و توسعه خبر داد.
این کمک‌ها برای ۱۵۰ تن از مالدارانی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

توزیع اجاق‌های خورشیدی برای خانواده‌های نیازمند در ولسوالی قادس بادغیس

۲۱ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس با حمایت سازمان خوراک و زراعت ملل متحد، ۴۳ پایه اجاق خورشیدی را برای زنان نیازمند و بی‌بضاعت در حوزه ده‌برنج ولسوالی قادس. . .

بازگشت به خبرها