پکتيا کې د څه باندې ۱۴ ميلونه افغانیو په ارزښت د حبیب کلا د اوبولګولو شبکې د جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۴ - ۹:۴۳
پکتيا کې د څه باندې ۱۴ ميلونه افغانیو په ارزښت د حبیب کلا د اوبولګولو شبکې د جوړولو چارې پیل شوې

۲۴غبرګولی ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او خوړو خونديتوب بېړنۍ پروژې «EATS» له خوا د پکتیا مرکز ګردیز  اړوند  حبیب کلا کې د جوی کلان د اوبولګولو شبکې دجوړولو چارې پيل شوې.
د يادې شبکې د بنسټ ډبرې اېښودو  په  مراسمو کې د پکتیا والي محمد حلیم فدايي، د ولایتي شورا مرستیال جنت خان څمکنی، د ملي امنیت رييس ډګروال محمد فاروق انوري، دپکتيا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس انجنير  محمد دین مومند، قومي مشرانو، د ولایت مقام مشاورینو، د سکتوري او تخنيکي خدمتونو رييس انجنير سلطان احمدزی، د کلي مشرانو او  بزګرانو ګډون کړي وو.
 د پکتیا والي محمد حليم فدايي د ډبرې ایښودو پر مهال د حبیب کلا اوسیدونکو ته د یاد کانال د چارو د پیل مبارکي ورکړه او هم يې د کرنې ریاست د کړنو څخه خوښي وښوده، چې د پکتیا بزګرانو او مالدارانو لپاره يې ترسره کړي او کوي.
ښاغلي فدايي وویل، چې د حبیب کلا د جوی کلان د اوبولګولو دغه کانال د ۴۱۰۰ مترو په اوږوالي د کرنې وزارت  اړوند د کرنې او خوړو خونديتوب بیړنۍ پروژې «EATS» له خوا د ۱۴ميليونه او ۳۰۰ زره او ۳۴۰۰۰ افغانیو په ارزښت د یو کال په موده کې جوړېږي، چې په جوړیدو سره به يی ۱۰۷۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
ښاغلی فدايي زیاته یې کړه، دا چې بزګران د هېواد  ابادونکي دي، نو موږ  هم  هڅه کوو، چې د دوی د کرنیز اقتصاد د پیاوړتیا لپاره اړینې پروژې پلي کړو.
په همدې حال کې د پکتیا د کرنې رييس محمد دين مومند وویل، چې دکانال د جوړېدو په چارو کې به  د سیمې اوسیدونکو ته ۱۱۰۰ کاري ورځې برابر او ترې به مستقیمه ګټه واخلي.
د ښاغلي مومند په خبره په یاده سيمه کې به  له ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنه د اوبو ضایعاتو مخه ونیول شي او بزګران به د کرنیزو ځمکو د اوبو کولو په برخه کې هوسا شي.
دغه راز د حبیب کلا اوسیدونکو  د پکتیا د کرنې ریاست څخه مننه وکړه، چې د کرنې د پراختیا په برخه کې د دوی په سیمه کې زیات شمېر ګټورې پروژې  پلي کړي دي.
همدراز د بنسټ ډبرې اېښودو څخه ورورسته د پکتیا والي محمد حليم فدايي، په یاده سيمه کې د کرنې ریاست له خوا د جوړ شوي متراکم بڼ او جوړو شویو سړو خونو څخه هم لیدنه وکړه او له بزګرانو څخه یې وغوښتل،  چې کرنې او بڼوالۍ ته پراختیا ورکړي، تر څو خپل او د هېواد اقتصاد جوړ کړي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۵:۵۱
Background image

افتتاح کانال آب زراعتی در ولسوالی خاش بدخشان


۲۹ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
کانال آبیاری زراعتی قریه ده‌پاره ولسوالی خاش بدخشان با حضور مسئولان محلی، نمایندگان ریاست زراعت و تیم تخنیکی موسسه افغان اید افتتاح و به بهره‌برداری سپرده شد.
این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۴:۴۱
Background image

توزیع ۱۶ گاوشیری نسل وطنی در ولسوالی وردوج ولایت بدخشان


۲۹ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت بدخشان، ۱۶ فرد گاوشیری نسل وطنی به همراه چوچه‌های آن برای ۱۶ خانواده مستحق و بی‌بضاعت در سه قریه ولسوالی وردوج توزیع کرد  این برنامه توسط دفتر بنیاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۴:۳۹
Background image

تطبیق پروگرام وقایوی یوریا اسپری در قریه خوال ولایت بامیان


۲۹ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
کارمندان تخنیکی مدیریت عمومی حفظ نباتات ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان، برنامه وقایوی یوریا اسپری را در قریه خوال مرکز بامیان تطبیق کردند.
در این برنامه،. . .

بازگشت به خبرها