پکتیا کې د ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په پار ۶۵ زره نیالګي اېښودل کېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۷ - ۱۴:۴۷
پکتیا کې د ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په پار ۶۵ زره نیالګي اېښودل کېږي

۱۷ وری ۱۴۰۰
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند د ځمکې او ځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژې له لورې د دې ولایت په احمد اباء او سیدکرم ولسواليو کې د ۶۵زره نیالګيو د کېښودو لړۍ  پیل شوی دی.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمد دین مومند وویل، چې د يادو نیالګيو له ډلې ۵۵زره د چهارمغزو، پنځه زره د بادامو او پنځه زره د نښترو نیالګي دي،  چې ۳۴ زره يې په احمد اباء او ۳۱ زره يې په سیدکرم ولسوالۍ کې کېښودل کېږي.
د ښاغلي مومند په خبره ددې پروژې لګښت اووه میلیونه افغانۍ ده، چې  د ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په موخه پلي کېږي.
د پکتیا دکرنې رییس وویل، چې ددې پروژې په پلي کېدو سره به  ۶۰۰ هکټاره تخریب شوې ځنګلي سیمې بیا ورغول شي،چې د ځنګلونو په بیارغونې سره به د ژوند چاپېریال ته د ورپیښو زیانونو مخه ونیول شي.
مومند له بزګرانو وغوښتل، چې د اېښودل شویو نیالګیو خړوبولو، ساتنې او پالنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ځکه ځنګلونه د چاپېریال په ساتنه کې مهم رول لوبوي، نوموړي په یادو ولسواليو کې د ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په برخه کې د یادو نیالګيو د کېنولو پروژه مهمه او حیاتي پروژه یاده کړه.
د پکتیا دکرنې ریاست وایي، ددې ولایت د ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په پار هلې ځلې ډېروي، ځکه ځنګلونه له یوه پلوه چاپېريال پاک ساتي، د سېلابونو مخه نيسي او د وحشي ژوو کورونه په خپله غيږ کي لري او د بل پلوه د طبي بوټو په وده او نمو کي مهم رول لوبوي اوهم زموږ لپاره پاکه او تازه هوا برابروي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۵:۵۱
Background image

افتتاح کانال آب زراعتی در ولسوالی خاش بدخشان


۲۹ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
کانال آبیاری زراعتی قریه ده‌پاره ولسوالی خاش بدخشان با حضور مسئولان محلی، نمایندگان ریاست زراعت و تیم تخنیکی موسسه افغان اید افتتاح و به بهره‌برداری سپرده شد.
این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۴:۴۱
Background image

توزیع ۱۶ گاوشیری نسل وطنی در ولسوالی وردوج ولایت بدخشان


۲۹ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت بدخشان، ۱۶ فرد گاوشیری نسل وطنی به همراه چوچه‌های آن برای ۱۶ خانواده مستحق و بی‌بضاعت در سه قریه ولسوالی وردوج توزیع کرد  این برنامه توسط دفتر بنیاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۴:۳۹
Background image

تطبیق پروگرام وقایوی یوریا اسپری در قریه خوال ولایت بامیان


۲۹ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
کارمندان تخنیکی مدیریت عمومی حفظ نباتات ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان، برنامه وقایوی یوریا اسپری را در قریه خوال مرکز بامیان تطبیق کردند.
در این برنامه،. . .

بازگشت به خبرها