کندهار ته د کرنې وزیر سفر: په جلاجلا غونډو کې د مېرمنو د سوداګرۍ او صنایعو او کانونو خونو له چارواکو سره د کرنې وزیر کتنه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۰ - ۱۰:۵۷
کندهار ته د کرنې وزیر سفر: په جلاجلا غونډو کې د مېرمنو د سوداګرۍ او صنایعو او کانونو خونو له چارواکو سره د کرنې وزیر کتنه

۱۰ وری ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق حدي، د یوې پلاوې په مشرۍ د کندهار دکرنې وضعیت د اروزنې، د پلي شویو پروژو د ګټې اخیستنې او د نویو پروژو د پرانیستې په پار کندهار ولایت ته تللی دی. کندهار ولایت ته په دې سفر کې ښاغلی احدي، په جلاجلا غونډو کې د مېرمنو د سوداګرۍ او صنایعو او کانونو خونو له چارواکو سره وکتل.
د مېرمنو د سوداګرۍ خونې مسوولینو د کرنې وزیر سره په لیدنه کې خپلې شته ستونزې او ننګونې د کرنې وزیر سره شریکې کړې.
په دې لیدنه کې د یادو مېرمنو په استازیتوب، ناګېتي اسدي په خپلو خبرو کې وویل، چې د مېرمنو لپاره باید په کور د ننه د کار زمینه برابره شي، چې ښه بېلګه یې د شنو خونو له لارې تولیدات دي. آغلې اسدي وویل، چې مېرمنو ته د شنوخونو جوړولو په برخه کې باید لا ډېر کار ووشي او دوی ته د کرنې او مالدارۍ په برخه کې لا ونډه ورکړل شي، ترڅو بې کاره مېرمنو ته د کار زمینه برابره شي.
په همدې حال کې د کرنې وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، د یادو مېرمنو د ستونزو تر اورېدو وروسته وویل، چې په کرنه او مالدارۍ کې د مېرمنو ګډون ډېرې اغیزناکې پایلې لري او پدې برخه کې به هر اړخیزه همکاري کوو.
ښاغلی احدي زیاته کړه، چې د شنو خونو په برخه کې باید روزنیز پراګرمونه دوام ولري تر څو هېوادوال یې په ګټو او اغېزمنتیا وپوهېږي او دا چارې بېوزلو او بې کاره مېرمنو ته د کار برابرولو او عوایدو تر لاسه کول ښه فرصت دی.
 دغه راز په یوه جلا غونډه کې، چې په ټولنیزو چارو کې د کندهار د والي مرستیال اغا لالی دستګیري هم شتون درلود، د صنعت او کانونو خونې یوشمېر غړو هم دکرنې وزیر سره و کتل او خپلې غوښتنې او ړاندیزونه یې دکرنې وزیر ته وړاندې کړل.
په دې لیدنه کې د صنعت او کانونو خونې غړي د کرنې له وزیر څخه وغوښتل، چې په صنعتي ښارګوټي کې دې د کرنې او مالدارۍ د لا پراختیا په برخه کې اسنتاوې ورته برابرې کړي، په صادراتو کې د سټنډردونو برخه کې همکارۍ، کرنیز لابراټوار جوړول او د کرنیزو او مالدارۍ شرکتونو د لا پیاوړتیا په برخه کې ځانګړي پاملرنه د دغو غړو نورې غوښتنې وې.
دغه راز د یادو خونو مسوولینو د کرنې وزیر څخه د کرنیزې ماشینرۍ، د کرنیزو محصولاتو بسته بندۍ، د مالدارۍ په برخه کې د متخصصو کسانو کمښت ستونزې هوارول، د چرګانو فارمونو او د غوښو تولید او فارمونو پیاوړتیا په برخه کې د اسانتیاوې برابرولو غوښتنې وکړې.
د خونو له غړو سره په دې لیدنه کې، دکرنې وزیر وویل، چې د کرنې دودې، صنعت او سوداګرۍ په برخه کې کندهار لوړ وړتیا لرونکی ولایت دی. د کرنې وزیر وویل، چې په یوشمېر برخو کې ستونزې شته، چې پروخت به ورته رسېدنه ووشي. ښاغلی احدي زیاته کړه، چې د دې ولایت د بزګرانو د حاصلاتو د زیاتوالي او کیفیت ښه کولو په پار به له هر اړخیزو لارو چارو کار واخیستل شي.
دکرنې وزیر د کندهار په ولایت کې د چرګانو روزنې د فارمونو د پراختیا په پار هم خبرې وکړې او وویل، چې په دې ولایت کې د چرګانو فارمونو د پراختیا په پار هم برنامې په پام کې نیول شوي دي.
په همدې حال کې د کرنې وزیر صنعت کارانو او د خونو چارواکو ته وویل، چې د کرنیزو تولیداتو په برخه کې باید معیارونه په پام کې ونیول شي، ترڅو کرنه سوداګریزه شي.

خبرهای تازه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۴:۲۸
Background image

آغاز کمپاین واکسین انتروتوکسیمیا در ولایت فاریاب

۱۵ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون بیماری انتروتوکسیمیا در ولایت فاریاب به گونه رسمی آغاز شد. این برنامه با همکاری دفتر کمیته هالند (DCA) و در هماهنگی نزدیک با آمریت مالداری و صحت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۴:۶
Background image

آغاز کمپاین پیشگیری از تب گانگو در ولایت خوست

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت خوست کمپاین پیشگیری از بیماری تب گانگو را به صورت رسمی آغاز کرد.
این کمپاین با حمایت مالی بودجه توسعه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۴:۳
Background image

آغاز توزیع تخم بذری گندم و کود کیمیاوی در ولسوالی درایم بدخشان

۱۵ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
به هدف بهبود حاصلات گندم و تأمین امنیت غذایی، کمپاین کشت خزانی گندم در ولسوالی درایم ولایت بدخشان آغاز گردید. این برنامه از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری بدخشان. . .

بازگشت به خبرها