لوګر کې د کرنیز نندارتون په لاره اچولو سره د بزګر ورځ ونماځل شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۸ - ۱۴:۲۶
لوګر کې د کرنیز نندارتون په لاره اچولو سره د بزګر ورځ ونماځل شوه

۸ وری ۱۴۰۰
د هېواد د نورو ولايتونو ترڅنګ، لوګر کې هم د کرنیز نندارتون په لاره اچولو سره د وري دویمه د بزګر ملي ورځ په ځانګړو مراسمو ونمانځل شول.
په دې مراسمو کې د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي ترڅنګ، د ولایت د مالي او اداري چارو مرستیال محمدعمر مرجان، د ولایتي شورا غړی قریب الله سادات، دکرنې رییس، یوشمېراداري رییسانو، قومي مخورو، ځوانانو او سلګونه تنه ځايي اوسېدونکو ګډون کړي و.
د غونډې په پیل کې د لوګر دکرنې رییس د بزګر ملي ورځې د مبارکۍ ترڅنګ ګډونوالو ته د کرنې ریاست دکړنو په هکله مالومات وړاندې کړه.
وروسته د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي پخپله وينا کي بزګرانو ته د هغوی د ملي ورځې مبارکي وويل او ترڅنګ يې هیله څرګنده کړه، چي نوی کال به د سولې او ټيکاو کال اوسي.
د لوګر والي وویل: « ډېر د خوشحالۍ ځای دی، چې نن د لوګر په کچه د کورنیو تولیداتو سربېره د ادارو د خدماتو غرفې هم نندارې ته اېښودل شوي دي. د ولایتي ادارې موخه داده، چې خصوصي سکټور ته د کاري چاپېریال د رامنځ ته کولو ترڅنګ له دوی څخه پوره ملاتړ وکړي.»
ښاغلي رحیمي زیاته کړه؛ موږ هڅه کوو تر څو لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو ته بازار موندنه وکړو او په ټوله کې خصوصي سکټور په دغه ولایت کې لا غښتلي کړو.
د غونډې په پای کې ګډونوالو د کرنې ریاست له خوا د کرنیزو توکو نندارتون څخه لیدنه وکړه، چې په کې ډول ډول کرنیز توکي او کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شوي ول.

خبرهای تازه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۶:۹
Background image

دیدار معین زراعت و مالداری با هیئت رهبری موسسه خیریه ترکیه

۱۸ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، امروز در دفتر کارش با سلیمان ایپلی رئیس موسسه خیریه ترکیه و معاونش سردارولی شهباز دیدار و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۲۳
Background image

امضای تفاهم‌نامه همکاری میان وزارت زراعت و کمیته هالند

۱۸ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
تفاهم‌نامه همکاری پروژه «بهبود معیشت‌های پایدار و تقویت زنجیره‌های ارزش در برابر تغییرات اقلیمی در افغانستان» میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و کمیته هالند در کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۲:۱۴
Background image

توزیع نهال‌های مثمر و وسایل باغداری برای ۱۰۰ باغدار در جوزجان

۱۸ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان در همکاری با موسسه داکار، برای ۱۰۰ تن باغدار در ولسوالی فیض‌آباد این ولایت، نهال‌های مثمر همراه با وسایل باغداری و کود. . .

بازگشت به خبرها