د بزګر ورځې په مناسبت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزيړ ډاکټر انوارالحق احدي پيغام!

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۲ - ۱۰:۲۸
د بزګر ورځې په مناسبت د کرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ وزيړ ډاکټر انوارالحق احدي پيغام!

بسم الله الرحمن الرحیم 

ټولو هېوادوالو، په ځانګړې توګه زیارکښو بزګرانو ته دې د بزګر مېله او نوي کال مبارک وي! 
دکرنې وزارت، په ۱۳۹۹یم کال کې د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ او طبیعي سرچینو په سکټورونو کې بېلابېلې پروژې پلي کړي دي.
له نېکه مرغه د اوبولګولو د پروژو په عملي کولو سره نږدې ۹۷ زره هکټاره ځمکې خړوبې شوي دي، چې په ټولیزه توګه د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي لامل او په ځانګړې توګه د نورو کلونو په پرتله د غنمو او وریجو حاصلات زیات شول.
په ورته وخت کې، لسګونه زره هکټاره بڼونه او څه باندې لس زره ودانۍ، چې په کې صفر انرژۍ سړې خونې، د پیازو او کچالو زېرمتونونه شامل دي جوړ شول. 
له بده مرغه، په تېر ژمي کې د لږو ورښتونو له امله په ۱۴۰۰ کال کې د وچکالۍ شونتیا قوي ده.
حکومت په دې برخه کې اګاه ده او د پلانونو په طرحې سره، د شونیتا ترکچې به د وچکالۍ د ډېرو زیانونو مخه ونیسي.
په ۱۴۰۰ کال کې به د کرنې وزارت د بڼوالۍ، مالدارۍ او لبنیاتو د سکټورونو په پراختیا ډېره پاملرنه وکړي.
ځان بسیاینې ته د رسېدو او د افغانستان د بریا په هیله به زموږ هڅې روانې وي.
د سرلوړې او سمسور افغانستان په هیله

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۵:۵۱
Background image

افتتاح کانال آب زراعتی در ولسوالی خاش بدخشان


۲۹ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
کانال آبیاری زراعتی قریه ده‌پاره ولسوالی خاش بدخشان با حضور مسئولان محلی، نمایندگان ریاست زراعت و تیم تخنیکی موسسه افغان اید افتتاح و به بهره‌برداری سپرده شد.
این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۴:۴۱
Background image

توزیع ۱۶ گاوشیری نسل وطنی در ولسوالی وردوج ولایت بدخشان


۲۹ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت بدخشان، ۱۶ فرد گاوشیری نسل وطنی به همراه چوچه‌های آن برای ۱۶ خانواده مستحق و بی‌بضاعت در سه قریه ولسوالی وردوج توزیع کرد  این برنامه توسط دفتر بنیاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۴:۳۹
Background image

تطبیق پروگرام وقایوی یوریا اسپری در قریه خوال ولایت بامیان


۲۹ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
کارمندان تخنیکی مدیریت عمومی حفظ نباتات ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان، برنامه وقایوی یوریا اسپری را در قریه خوال مرکز بامیان تطبیق کردند.
در این برنامه،. . .

بازگشت به خبرها