د اوبولګولو نوې لارې چارې: کونړ کې څلور زره جریبه ځمکه د لمریزې برېښنا له لارې خړوبېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۱ - ۱۶:۴۱
د اوبولګولو نوې لارې چارې: کونړ کې څلور زره جریبه ځمکه د لمریزې برېښنا له لارې خړوبېږي

۲۱ سلواغه ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت‌الله غفوري کونړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د کونړ والي محمداقبال سعید، د ولایتي شورا استازو، قومي مشرانو او ځوانانو په شتون کې د لمریزې برېښنا له لارې د څلور زره جریبه للمي ځمکو خوړوبولو په پارد اوبولګولو څلور شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل.
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري وویل، چې د اوبولګولو یاد څلور شبکې به د کونړ ولایت په درو ولسوالیو کې څلور زره جریبه ځمکه خړوبه کړي، او کومې سیمې چې پخوا د اوبو له ستونزې سره مخ وې د اوبو ستونزې یې هوارې او ترڅنګ یې یادې شبکې به د سترو فارمونو د پراختیا او بڼونو جوړولو په پار وکارول شي.
ښاغلی غفوري وویل: «د اوبولګولو د یادو څلورو شبکو ټولیز لګښت څه باندې ۹۱ میلیونه افغانۍ ده. له اړوندو بنسټونو څخه د یادو شبکو د ښه پلي کېدو په پارمننه کوم او له اړوندو چارواکو غواړم چې له دغو شبکو څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي او ساتنه یې وکړي.»
حشمت الله غفوري وویل، چې له یادو شبکو څخه د للمي ځمکو د خړوبولو ترڅنګ به د بڼونو او کبانو فارمونو په جوړولو کې هم کار واخیستل شي.
ښاغلی غفوري، د کونړ ولسونو ته په وینا کې وویل، چې ۱۴۰۰ ام کال کې هم د کونړ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې نوي پروژې په پام کې نیول شوي دي او ددې ولایت د کروندګرو او قومي مشرانو غوښتنو ته به پر وخت رسېدنه ووشي.
په همدې حال کې د کونړ والي محمد اقبال سعید وویل: «د اوبولګولو یادې شبکې به هغه څلور زره جریبه ځمکې خړوبه کړي، چې پخوا به د اوبو له حق څخه محرومې وې، دا شبکې د اقتصادي پیاوړتیا په پار حیاتي او مهمې پروژې دي.»
ښاغلی سعید وویل، چې د اوبولګولو دا څلور شبکې د کونړ ولایت ولسونه ځان بسیاینې ته نږدې کوي، او ډېره ګټه به یې خلکوته ورسېږي.
دغه راز په دې غونډه کې قومي مخور خان پاچا په کونړ کې د کرنې وزارت له کړنو او ځانګړې پاملرنې مننه وکړه او زیاته يې کړه، چې پخوا به د سرکاڼو او نورو ولسوالیو ولسونه د اوبو له ستونزې کړېدل، له نېکه مرغه دا پروژې به د ولسونو ستونزې یو څه کمې کړي. نوموړی د کرنې وزارت څخه په دې ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخه کې د اړوندو توکو او د اصلاح شویو تخمونو وېش او د کانالونو د رغونې او کارموندنې غوښتنه هم وکړه.
یاده پروژه د کرنې وزارت له خوا د کونړ ولایت په لاهوري ډاک کې پلي شوې، چې سرکاڼو، مروره او نرنګ ولسوالۍ په برکې نیسي.
ددې پروژې ټولیز لګښت ۹۱.۲ میلیونه افغانۍ ده.
یادې ځمکې تر دې مخکې د للمي په ډول کرل کېده او د اوبو د نشتون په صورت کې له دغو ځمکو څخه هیڅ ډول حاصل لاس ته نه راتله. د کونړ د کرنې ریاست وایي، چې دغه ځمکې د سیند له تله لوړ دي، چې د لمریزې برېښنا په سیسټم ددغو ځمکو سمبالول په دې سیمه کې د اوبولګولو ستونزه د تل لپاره هواره وي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۲۸
Background image

جلسه سکتوری زراعت و انکشاف دهات در کابل برگزار شد

۱۳ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش 
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در تالار ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کابل با حضور نمایندگان ریاست احیا و انکشاف دهات، دفتر یونما، سازمان غذا و زراعت ملل متحد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۲۶
Background image

سفر رئیس زراعت فاریاب به ولسوالی خواجه سبزپوش

۱۳ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی جان‌مراد وقار رئیس زراعت، آبیاری و مالداری فاریاب در رأس یک هیئت رسمی به ولسوالی خواجه سبزپوش سفر کرد.
او در جریان این سفر با علما، محاسن‌سفیدان، متنفذین،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۲۵
Background image

بازدید هیئت وزارت زراعت افغانستان از  فابریکه تولید روغن آفتاب‌پرست در ترکیه

۱۳ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
هیئتی از وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان به رهبری مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، در جریان سفر به کشور ترکیه، با رهبری فابریکه تولید. . .

بازگشت به خبرها