۱۳۹۹یم مالي کال په ترڅ کې د مالدارۍ د برخې کړنې او فعالیتونه

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۸ - ۹:۳۶
۱۳۹۹یم مالي کال په ترڅ کې د مالدارۍ د برخې کړنې او فعالیتونه

۲۸مرغومې ۱۳۹۹
په هېواد کې د کرنې ترڅنګ مالدارۍ هم اقتصادي ارزښت لري او یو شمېر کورنۍ په تېره کلیوالو کورنیو د خپلو کورنیو يوه اندازه لومړنۍ اقتصادي اړتیاوې د کورنیو حیواناتو په ځانګړي ډول له غواوو، وزو او میږو څخه پوره كوي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د نورو سکټورونو ترڅنګ د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کړې، چې په ترڅ کې یې د مالدارۍ د سکټور د ودې او پراختیا لامل شوي. د ۱۳۹۹ یم مالي کال په ترڅ کې دکرنې وزارت د مالدارۍ اوحیواني روغتیا ریاست کڼ فعالیتونه تر سره کړي دي، چې عمده لاسته راوړنه یې دادي.
۱- د کرنې وزارت هڅه کوي، چې د غواوو خسکي نسلونه په زراعتي بدل کړي، چې له همدې امله د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د مصنوعي القاح مرکزونه یې جوړ کړي دي. د کرنې وزارت د مالدارۍ د خدماتو ریاست د نسل نېونې د پراختیا څانګې آمر ډاکټرمحمد ایوب احدي وایې، د ۱۳۹۹یم مالي کال په ترڅ کې د څارویو د مصنوعي القاح شپږ مرکزونه جوړ شوي دي، د نوي ټکنالوژۍ په واسطه د سپرم د کنګل کولو عصري لابراټوار جوړول، د مصنوعي القاح له لارې ۱۰۸زره او ۴۸۴ خوسکیو تولد، د نسل نېونې په مرکز کې د شل بقه غواوو روزنه، د څارویو د مصنوعي القاح دولتي اوغیر دولتي مرکزونو د جوازونو تمدید او نوي جوازونه ورکول هغه څه دي، چې په دې برخه کې ترسره شوي دي.
۲- د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د بروسلوز، طبق « FMD»او طاعون واکسینونو پلي کول، د کرنې وزارت د حیواني روغتیا رییس ډاکټر مختار محسیني وایي، چې د ۱۳۹۹یم کال په ترڅ کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د بروسلوز یا حیواني محرقې درې میلیونه او ۴۳۷ زره ډوزه واکسینونه پر څارویو پلي شوي، د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې یومیلیونه او ۹۳۲زره او ۵۰۰ ډوزه واکسینونه پر څارویو پلي شوي، په نهو ولایتونو کې د څارویو د بېلابېلو ناروغیو پر وړاندې لس زره ډوزه واکسینونه څارویو ته ورکړل شوي دي او په ټوله کې د هېواد په کچه ۹.۶ میلیونه څاروي د کرنې وزارت له خوا واکسین شوي دي،چې په پایله کې یې د څارویو د مړنې کچه ټیټه او ترڅنګ یې د څارویو د نسل د ښه اصلاح اوتکثیر لامل شوي او دغه راز د انسانانو او څارویو د ګډو ناروغیو د خپرېدو مخه یې نیولی دی.
۳- د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د کانګو تبې (CCHF) د مخنیوي په پار کمپاینونه په لاره اچول شوي دي، چې د کانګو تبې د کچې د ټیټېدا لامل شوي دي.
۴- د بنیحصار په فارم کې ۱۳۰ غواوې او نوې زېږېدلې خوسکې قرنطین شوې، د بلخ په ولایت کې د څلور زره او ۵۰ قره قل پسونو قرنطین، د یادو فارمونو د څارویو د ناروغیو او د ځمکو له غصب څخه مخنیوی، د فارمونو څارویو ته د مناسبې خوراکې په ورکولو سره د شېدو کچه ۱۲۰ زره لیټرو ته لوړول، پر یوشمېر مالدارانو د ۳۰ خوسکیو وېش، د بغلان مالدارۍ فارم ترمیمول او د عصري مالدارۍ د ترویج او تکثیر په پار هلې ځلې.
۵- د لبنیاتو صنعت دودې، پراختیا او خصوصي سکټور د ملاتړ په پار د هېواد په شپږو ولایتونو کې د شېدې ټولولو شپږ مرکزونه جوړول، چې هر مرکزیې د یوزر او ۵۰ لیټره شېدو د ساتنې وړتیا لري او ۲۰۰ کورنۍ تر پوښښ لاندې نیسي.
۶- د څارویو د تغذیې په پار سږکال ۱۲بابه سایلج سیلوګانې جوړې شوې او ۲۵ ټنه حیواني خوراکي توکي په کې زېرمه شوې ده، د حیواني تغذیې لابراټوار جوړ شوی، د غوښینو، هګیو چرګانو او لویو څاریو لپاره لارښودونه ترتیب شوي او د حیواني خوراکي توکو له فابریکو څخه د څارنې له لارې د څارویو د خوراکي توکو کیفیت ښه او کمیت یې زیات شوي دي.
۷- د مالدارۍ په برخه کې ۱۱ اقتصادي طرحې جوړې شوې او ۲۱ زره او ۸۷۵ مالدارانو ته روزنیزې برنامې په لاره اچول شوي دي.
د مالدارۍ په برخه کې دیادو ترسره شویو کړنو ترڅنګ دکرنې وزارت په تېر مالي کال کې د چرګانو روزنې، کب روزنې او شاتو مچیو روزنې په برخه کې هم کڼ اغېزناک فعالیتونه ترسره کړي دي.
د چرګانو روزنې د فارمونو د جوړولو په برخه کې د ګڼو وړو فارمونو ترڅنګ په ۱۸ ولایتونو کې د خصوصي سکټور په ونډې سره د غوښینو چرګانو ۶۵سوداګریز فارمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. په اتو ولایتونو کې د غوښینو چرګانو د درې زره او ۲۰۰ فارمونو څارنه او تخنیکي ستونزو ته یې رسېدنه، د خصوصي سکټور یوزر او ۹۰۰ غیر فعال فارمونه بیا فعالول، په کور د ننه د چرګانو د غوښې اوهګیو د تولید کچه لوړول، په ننګرهار، بلخ، خوست او هرات کې د اسټاک فارمونه جوړول، په کابل او هرات کې د مړزانو او شترمرغ فارمونه جوړول، د چرګانو روزنې په برخه کې خصوصي سکټور ته ۱۰۰ جواز لیکونه ورکول او د چرګانو روزنې د فارم لرونکو د ستونزو د هوارولو په پار د چرګانو روزونکو ټولنې جوړول، د ۹۹یم مالي کال په ترڅ کې د چرګانو روزنې په برخه کې د کرنې وزارت د مالدارۍ ریاست کړنې دي.
دغه راز د کب روزنې په برخه کې د تېر مالي کال په ترڅ کې په هېواد کې د کبانو ۳۵۰ فارمونه جوړ شوي او ترڅنګ یې د کب نیونې او روزنې په موخه لارښودونه جوړ او ۳۴ ولایتونو ته لېږل شوي، د قرغې په فارم کې د کبانو ۱۵ زره بچې روزل، پر یوشمېر فارم لرونکو د کبانو د څلورو زرو بچیو وېش، د کونړ او بامیانو په ولایتونو کې د کبانو فارمونو جوړولو په پار سروې ترسره کول او د هېواد په اوو ولایتونو کې د کبانو د فارمونو سروې هغه څه دي، چې په دې برخه کې ترسره شوي دي.
په همدې حال کې د شاتو مچیو د روزونکو د ملاتړ په پار په ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو کې د شاتو مچیو پر فارم لرونکو د شاتو مچیو روزنې نوي او عصري توکي وېشل شوي دي، د شاتو مچیو ۱۵۰ فارم لرونکو ته عامه پوهاوی ورکول، د شاتو مچیو د ناروغیو او افتونو کنټرول او د شاتو مچیو د لوږې د مخنیوي او ساتنې په پار څلور قلمه توکو پېرل هغه څه دي، چې د شاتو مچیو د صنعت د پراختیا په پار تر سره شوي دي.
په ورته وخت کې د څارویو د خوراکي توکو د تجزیې او تحلیل په موخه لابراتوار جوړول، د خوراکي فورمولونو ترتیب او چمتو کول، مالدارانو او فارم لرونکوته فني لارښوونې او مشورې ورکول، په یو شمېر ولایتونوکې د خوراکي موادو «فودر بانک»‌ جوړول هغه چارې دي، چې د مالدارۍ د پراختیا په موخه په ۱۳۹۹ یم مالي کال کې د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا عمومي ریاست له خوا ترسره شوي دي

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۱:۳۴
Background image

سمینار هم‌آهنگی رؤسای مرکزی و ولایتی وزارت زراعت افتتاح شد

۱ سنبله ۱۴۰۴ 
سمینار سه‌روزه هم‌آهنگی رؤسای مرکزی و ولایتی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در تالار پامیر این وزارت با حضور مولوی عطاءالله عمری وزیر ،ملا آغاجان آخند  “حاجی‌سالم” معین. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

آغاز کار پروژه اعمار چکدم در ولسوالی خیبر فاریاب

۱ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
کار اعمار پروژه مهم چکدم در قریه ده‌سبز ولسوالی جدیدالتشکیل خیبر ولایت فاریاب از بودجه انکشافی وزارت زراعت به هزینه 865 هزار افغانی به‌گونه رسمی آغاز شد. 
این پروژه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۰:۳۰
Background image

در پکتیکا پروژه مدیریت حوزه‌های آبی آغاز شد

۱ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ صفرالمظفر ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا اعلام کرد که به‌منظور بهبود معیشت جوامع آسیب‌دیده و کاهش میزان آسیب‌پذیری، کارهای عملی پروژه «مدیریت. . .

بازگشت به خبرها