دهلمند سمسورتیا او لا ښکلا په پارهڅې؛ د مېوه لرونکو او زینتي نیالګیو روزل او نوي بڼونه جوړول

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۶ - ۱۶:۸
دهلمند سمسورتیا او لا ښکلا په پارهڅې؛ د مېوه لرونکو او زینتي نیالګیو روزل او نوي بڼونه جوړول

۶مرغومې ۱۳۹۹
دهلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په یاد ولایت کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار هڅې پیل شوي دي تر څو په یاد ولایت کې ډول ډول مېوه لرونکي او زینتي ونو اېښودلو سره یاد ولایت لا سمسور او په دې ولایت کې د بڼوالۍ چارې پراخې کړي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، چې د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د انارباغ قوریې اړوند په ۲۰ جریبه ځمکه کې د مېوه لرونکو او بې مېوو نیالګیو د نرسرۍ جوړولو چارې پیل شوي دي، چې دنیالګیو روزلو په دې نرسرۍ کې به بېلابېل مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي وروزل شي، ترڅو راتلونکې کې ددې ولایت ځمکوالو او بڼوالو ته په واک کې ورکړل شي.
د ښاغلي الکو په خبره د هلمند دکرنې ریاست په دې وروستیو کې پر ډول ډول مېوه لرونکو او زینتي ونو څېړنې کړي دي، چې د ښو پایلو په ترلاسه کولو سره، دا مهال هلې ځلې کوي، چې په قوریو او نرسریو کې یادې ونې ډېرې وروزي او د هلمندي بڼوالو او ځمکوالو په واک کې ورکړي.
زلمی الکو وايي، چې ددې ولایت له خوارې او هوا سره د توافق لرونکو نیالګیو د ډېرولو او د مېوو د نویو ارزښت لرونکو بڼونو د دودولو او تکثیر له لارې غواړي، چې ددې ولایت بزګر او بڼوالو ته کاري فرصتونه برابر او د دوی د عوایدو کچه لوړه کړي.
دغه راز د هلمند دکرنې رییس وایي، چې سږکال د هلمند دکرنې ریاست له خوا نږدې ۱۰۰ زره او د خصوصي سکټور له لارې څه باندې یومیلیون مېوه لرونکي او زینتي نیالګي وېشلو ته چمتو شوي دي.
باید وویل شي، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له لارې تېرکال په دې ولایت کې د مېوو ۱۴۰۰ جریبه نوي بڼونه جوړ شوي او ترڅنګ یې د یاد ولایت په ۲۵ جریبه ځمکه کې د خرماوو سوداګریزې بڼونه هم جوړ شوي دي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۸
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بامیان

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهار سال ۱۴۰۵ تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری با همکاری مؤسسات همکار در ولایت بامیان رسماً آغاز شد.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

غرس بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار در ریاست زراعت غور

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری غور اعلام کرده است که در ادامه کمپاین نهال‌شانی و به مناسبت فرارسیدن سال جدید، بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار از سوی پرسونل این اداره غرس گردیده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

ختم دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم در ریاست زراعت دایکندی

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم که از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و بخش دعوت و ارشاد آن ریاست به‌منظور ارتقای آگاهی دینی، تقویت درک مفاهیم و احکام اسلامی و ایجاد. . .

بازگشت به خبرها