ننګرهار کې ۵۰ بېوزلو مېرمنو ته د کار زمینه برابریږي

۲۶ لړم ۱۳۹۹
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت په دور بابا ولسوالۍ کې ۵۰ بېوزله مېرمنو ته د کار زمینه برابروي.
د ننګرهار د کرنې ریاست له خوا په دور بابا ولسوالی کی ۵۰ بېوزلو میرمنو ته د دوی د کورني اقتصاد د پیاوړتیا په موخه د غذایي توکو د پروسس توکي، د سبو او مېوو لمریز وچوونکي ماشینونه (Solar Dryer) او اړوند توکي وویشل شول؛ چې موخه یې په دې ولایت کې، د سبو او مېوو د پروسس دودول، د بېوزلو کورنیو اقتصادي ملاتړ او ودې ته زمینه برابرول دي.