ننګرهار کې د نارنجو حاصلات ډېر شوي

content_admin
شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۴ - ۱۰:۴۱
ننګرهار کې د نارنجو حاصلات ډېر شوي

ننګرهار د افغانستان د سټرسو لوی تولیدونکیولایت دی، چې هوا او ځمکه یې د سټروسو نیالګیو ته جوړه او مناسبه ده او په یادولایت کې د سټروسو «مالټې، نارنج او لیمو» بڼونه ډېر دي. د  ننګرهار په ولایت کې ۴۵ کاله پخوا د کانال په حکومتي فارم کې پر ۲۰ زره هکټاره ځمکه د سټروسو بڼونه جوړل شول.
د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې د سټروسو بڼونه شته او خلک په خپلو کورونو او کروندو کې د سټروسو ونې اېښي دي او يا د سټروسو بڼونه یې جوړ کړي دي، خو د ننګرهار د سټروسو ډېری بڼونه ددې ولایت په خېوې، کامې، ګوشتې، سره رود، بهسود، بټي کوټ، غني خېل، خوګیاڼي، رودات، مومندرې، دره نور ولسوالیو او د جلال اباد په ښارکې دي.
۱۹۸۰ کلونو کې د ننګرهار مالټې او نارنج تر روسيې ورسېدل، خو جګړو هم لارې پرې وتړلې او هم يې د دې ونو رېښې پسې وچې کړې.
خو په دې وروستیو کلونو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هلوځلوننګرهار کې د سټروسو بڼونو د بیا زرغونېدو هیلې پیدا شوي دي. د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکی وايي، چې د سټروسو بڼونو د لا ډېرې پراختیا لپاره یې هڅې روانې دي.
د جلال اباد ښار په هټيو کې پخوا سټروس (مالټې، نارنج او لیمو) تر ډېره له پاکستانه راوړل کېدې، خو اوس دلته سوداګر وايي د یاد ولایت مالټې او نارنج د خلکو دېر خوښ دي.
ننګرهار کې د سټروسو ترڅنګ نور ډول ډول مېوې لکه چهارمغز، جلغوزي، خرما، مڼې، انګور، هندواڼې، خټکي او نور کیږي، چې کال تر بلې د بڼوالو لېوالتیا دې برخې ته د ډېرو په حال کې ده؛ چې د ننګرهار سربېره کابل او نورو ګڼو لویو ولایتونو ته صادریږي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې سږ کال یې د نارنجو حاصلات نورو کلونو ته په کتو ښه او د ډېرېدو په حال کې دي؛ د دوی په خبره د ننګرهار د نارنجو سږني حاصلات پنځه سلنه ډېر شوي دي.
د یاد ولایت د کرنې ریاست د چارواکو په وینا په دغه ولایت کې، د نارنجو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د کرنې وزارت د احصایې ریاست د ۱۳۹۸ یم کال د مالوماتو له مخې د دغه ولایت په ۶۰۰ هکتاره ځمکه د نارنجو بڼونه جوړ شوي دي، چې د تولید کچه یې، درې زره او ۶۰۰ مټریک ټنو ته رسېده، خو سږکال به یې حاصلات پنځه سلنه زیات شي.
په دې وروستیو کلونو کې د کرنې وزارت له خوا ددې ولایت یوشمېر بڼوالو ته د سټروسو معیاري بڼونه هم جوړ شوي دي، چې ورسره په دې ولایت کې د سټروسو په کاروبار د بوختو کسانو ژوند ښه شوی دی. د کرنې وزارت په پام کې لري، چې روان کال هم سیمې ته په کتو په دې ولایت کې د مالټو او لیمو څلور سوه جریبه نوي بڼونه جوړ کړي.
بهادر د پلار څخه په ورپاتې شوي کسب بڼوالي بوخت دی، هغه د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د نارنجو او مالټو نهه جریبه بڼ لري، چې هر کال له یاد بڼ څخه په سلګونه منه نارنج راټولوي او د خرڅلاو لپاره یې کابل او د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار د سبو او مېوو مارکیټ ته له اوږدې لارې وهلو وروسته راوړي؛ نموړی د خپل زیار ګللو څخه خوښ بریښي او وایي، چې د خپل بڼ ښې ساتنې یې ورځینۍ ژوند او کاروبار ښه کړی دی، چې کال تر بلې یې حاصلات هم په ډېرېدو دي. له ده سره په بڼ کې تر لسو پورې بې کاره ځوانان هم په بڼوالۍ بوخت دي او د خپل بڼ راټول شوي حاصلات په بازارونو کې پلوري.هغه له حکومته غواړي، چې پدې برخه کې د کرنیزو درملو، د حاصلاتو تولید او مدیریت په برخه کې لا همکاري ورسره وکړي.
د ننګرهار سټروس د هېواد یو شمېر ولایتونو ته صادریږي، خو تمې شته چې په راتلونکې کې د حاصلاتو په لا ډېرېدا به یو وار بيا د بهرنيو هېوادونو بازارونه ته هم ورسول شي.
د سټروسو گټه یوازې د بڼ لرونکو نه ده. د سټروسو بڼونو د حاصلاتو راټولوو، د بڼونو د ساتلو او د حاصلاتو د پلور په برخو کې د د ننګرهار سلګونه اوسیدونکي په کار بوخت دي.
افغانستان د کال څه باندې ۲۰۰ زره ټنه لیمو، نارنج او مالټې ته اړتیا لري، چې ډېره برخه یې له بهره واردیږي. خو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هلې ځلې کوي، چې د هېواد په هغو سیمو کې چې سټروسو نیالګیو ته یې هوا جوړه او مناسبه ده د سټروسو نوي بڼونه جوړ کړي، تر څو افغانستان د سټروسو له پلوه پر ځان بسیا شي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۸
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بامیان

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهار سال ۱۴۰۵ تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری با همکاری مؤسسات همکار در ولایت بامیان رسماً آغاز شد.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

غرس بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار در ریاست زراعت غور

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری غور اعلام کرده است که در ادامه کمپاین نهال‌شانی و به مناسبت فرارسیدن سال جدید، بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار از سوی پرسونل این اداره غرس گردیده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

ختم دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم در ریاست زراعت دایکندی

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم که از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و بخش دعوت و ارشاد آن ریاست به‌منظور ارتقای آگاهی دینی، تقویت درک مفاهیم و احکام اسلامی و ایجاد. . .

بازگشت به خبرها