لوګر کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژې ډېر ژر ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۴ - ۱۰:۳۷
لوګر کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژې ډېر ژر ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي


۲۴ تله ۱۳۹۹
د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د لوګر په ولایت کې د کروندګرو او بڼوالو د حاصلاتو د ساتنې او خوندیتوب په پار د ۴۰۶ پروژو د پلي کېدو چارې پیل کړي دي، چې رغنیزې چاري یې ۹۰ سلنه بشپړ شوي دي او پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
په دغو پروژو کې ۲۷ ممیزخونې، د پیازو ۱۳۸ او د کچالو ۱۱۲ صفرانرژۍ زېرمتونونه او د مڼو دوه صفر انرژۍ سړې خونې جوړول او پر کروندګرو د سبو او مېوو ۱۲۷ لمریز وچوونکي دستګاوې وېشل شامل دي، چې د بزګرانو په لس سلنې او د کرنې وزارت په ۹۰ سلنې ونډې سره پلي کیږي.
د دغو پروژو ټولیز لګښت نږدې ۱۹۷ میلونه افغانۍ ده، چې رغنیزې چارې یې تر یوې اوونۍ بشپړ اوګتې اخیستنې ته به وسپارل شي.
ددې برنامې له لارې ګڼو بې کارو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوي ده؛ دغه پروژې د لوګر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې کرنیزو حاصلاتو ته په کتو کروندګرو او بڼوالو ته جوړیږي، چې په جوړېدو سره یې د حاصلاتو د خوسا کېدو مخه نیول کیږي او د بزګرانو او بڼوالو د عوایدو د زیاتوالي لامل هم کیږي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۴
Background image

حل و فصل منازعات علفچر در ولایت جوزجان

۱۸ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان از حل و فصل دو مورد منازعه علفچر در این ولایت خبر می‌دهد.
نخست، منازعه علفچر میان چهار تن مالدار در منطقه حدبخشی میان سرپل و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۲
Background image

نشست هماهنگی به‌منظور تهیه مسوده قانون استملاک برگزار شد

در ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، نشست هماهنگی به‌منظور تهیه مسوده قانون استملاک برگزار گردید.
در این نشست که در ریاست ارزیابی، استملاک و اسکان مجدد مربوط ریاست اراضی وزارت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۲
Background image

توزیع تخم سبزیجات و وسایل باغچه‌های خانگی برای ۱۱۰ خانواده در جوزجان

۱۸ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان در همکاری با موسسه دبلیو اچ اچ، برای ۱۱۰ خانواده در ولسوالی قوش‌تپه این ولایت، تخم سبزیجات و وسایل باغچه‌های خانگی توزیع نمود. . .

بازگشت به خبرها