هلمند کې بېوزله ښځو ته د سبو د پروسس په برخه کې د کار زمینه برابریږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۶ - ۸:۳۵
هلمند کې بېوزله ښځو ته د سبو د پروسس په برخه کې د کار زمینه برابریږي
 
۲۶ چنګاښ ۱۳۹۹
د هلمند د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست د مېرمنو د اقتصادي ودې او دوی ته په کور دننه دکار زمینې برابرول په پار د دې ولایت د مرکز لښکرګاه بېوزله ښځو ته د سبو د پروسس په برخه کې زده کړې ورکوي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې د یادې پروسې له لارې به هغه ښځې، چې اقتصادي حالت یې ښه نه وي، بېوزله او له مالي ستونزو سره مخ وي، له رومیانو څخه د روبو جوړولو په برخه کې د زده کړې زمینه ورته برابریږي، ترڅو له همدې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره او اقتصادي وضعیت یې ښه شي.
د چارواکو په خبره په کورونو کې روبو جوړول ګټور کار دی، چې مېرمنو ته د کارې فرصتونو د برابرولو ترڅنګ د دوی په اقتصادي وده کې رغنده رول لري.
ددغو مرستو موخه د مېرمنو اقتصادي ملاتړ او د دوی د کورنیو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.
د کرنې وزارت په هېواد کې د مېرمنو د وړتیاوو لوړلو او اقتصادي غوړېدا په موخه پراخ فعالیتونه پیل کړي دي او هلې ځلې کوي چې، بېوزله کلیوالې مېرمنې سره مالي او تخنیکي مرستې وکړي تر څو په راتلونکې کې دغه مېرمنې پر ځان بسیا خپله او کورنۍ یې روښانه راتلونکې ولري.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۸
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بامیان

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهار سال ۱۴۰۵ تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری با همکاری مؤسسات همکار در ولایت بامیان رسماً آغاز شد.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

غرس بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار در ریاست زراعت غور

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری غور اعلام کرده است که در ادامه کمپاین نهال‌شانی و به مناسبت فرارسیدن سال جدید، بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار از سوی پرسونل این اداره غرس گردیده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

ختم دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم در ریاست زراعت دایکندی

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم که از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و بخش دعوت و ارشاد آن ریاست به‌منظور ارتقای آگاهی دینی، تقویت درک مفاهیم و احکام اسلامی و ایجاد. . .

بازگشت به خبرها