هلمند کې پر یوشمېر بڼوالو د تورو سرو د وېش لړۍ پیل شو

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۵ - ۱۱:۲
هلمند کې پر یوشمېر بڼوالو د تورو سرو د وېش لړۍ پیل شو
۵ چنګاښ ۱۳۹۹
د هلمند ولایت پرهغو بڼوالو چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له خوا ورته د مېوو نوي بڼونه جوړشوي دي، د دوی د بڼونو د نیالګیو د ښې ودې په پار توره سره «DAP» وېشل کیږي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې په دې لړۍ کې د هلمند د مرکز لښکرګاه او ددې ولایت په ولسوالیو کې پر هغو بڼوالو توره سره وېشل کیږي، چې د کرنې وزارت له خوا دوی ته د مېوو یوزر او ۳۰۰ جریبه نوي بڼونه جوړ شوي دي. په دې لړۍ کې هر یو جریب بڼ ته ۲۰ کیلو ګرامه توره سره ورکول کیږي.
ښاغلي الکو وایي چې، د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا د تېر مني او سږ پسرلي موسم کې په دې ولایت کې یوزر او ۳۰۰ جریبه د مېوو نوي بڼونه جوړ شوي دي، چې د دغو بڼونو د ښې ودې په پار پر اړوندو بڼوالو توره سره وېشل کيږي.
دغه سرې پر هغو بڼوالو وېشل کیږي چې، د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له خوا ورته د مېوو بڼونه جوړ شوي دي.
د یادونې وړ ده چې، په دې ولایت کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدراۍ ملي پروژې ترچتر لاندې بڼوالو ته د بڼوالۍ اړوند بېلابېل روزنې هم ورکړل شوي دي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۲۱
Background image

زمین از سوی ریاست اراضی وزارت زراعت به شرکت برشنا انتقال شد

۲۱ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ ذوالحجه ۱۴۴۷ هـ.ق
در جلسه‌ای که در ریاست انتقال و توزیع زمین‌های ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد و حافظ عبدالکبیر زاهد، رئیس انتقال و توزیع زمین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۱۲
Background image

توزیع کنجاله برای مالداران ولسوالی چهاربولک ولایت بلخ

۲۱ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ از توزیع کنجاله برای مالداران ولسوالی چهاربولک با همکاری مؤسسه برای احیا و توسعه خبر داد.
این کمک‌ها برای ۱۵۰ تن از مالدارانی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

توزیع اجاق‌های خورشیدی برای خانواده‌های نیازمند در ولسوالی قادس بادغیس

۲۱ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس با حمایت سازمان خوراک و زراعت ملل متحد، ۴۳ پایه اجاق خورشیدی را برای زنان نیازمند و بی‌بضاعت در حوزه ده‌برنج ولسوالی قادس. . .

بازگشت به خبرها