ارغستان کې د اته میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د بند چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

user-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۸ - ۱۰:۳۳
ارغستان کې د اته میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د بند چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه


۲۸ غویی ۱۳۹۹
د کندهار دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبومهارولو او د خاوري د تخریب د مخنیوی په برخه کې ۸۳ بېلابېلې پروژې پلي شوي دي. د دوی په خبره په دې وروستیو کې د کرنې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه د اته میلیونه افغانیو په لکښت د اوبو د مهارولو د یوې بند چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سید حفیظ الله سیدي وایي، چې یاد بند د ارغستان ولسوالۍ د هوزبابو په سیمه کې د موسمي اوبو راګرځولو او زېرمه کولو په پار جوړه شوې ده، چې د ۱۲۶ زره متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري. د ښاغلي سیدي په خبره یاد بند به څه باندې ۱۰ زره جریبه کرنیزې ځمکې د خړوبولو تر پوښښ لاندې راولي او دغه راز نوی جوړ شوی بند به وکولای شي، چې د ځمکې لاندې اوبه تقویه کړي، چې په پایله کې به یې کاریزونو او څاګانو کې اوبو ډېر او د خاورې د تخریب او سېلابونو مخه به ډب کړي.
د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي زیاته کړه د ارغستان ولسوالۍ د خلکو په غوښته په تېرو دوو کلونو «۲۰۱۸ او ۲۰۱۹» کې ددې ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې د اوبو مهارولو او دخاورې د تخریب د مخنوی په برخه کې ۸۳ پروژې پلي شوي دي. ښاغلي سیدي وویل: «د ارغستان ولسوالۍ د کندهار په کچه د انارو مشهور ولسوالۍ دی، په دې ولسوالۍ کې شاوخوا ۳۶۰ کاریزونه شتون لري، خو د وروستیو وچکالیو له امله ګڼ شمېر کاریزونه یې وچ شوي دي او خلک د اوبو له کموالي سره لاس او ګریوان وو، د ولسمشر په فرمان او ددې ولسوالۍ د خلکو په غوښتنه په تېرو دوو کلونو کې ددې ولایت د کرنې په برخه کې انقلاب رامنځته شو او د اوبو د مهارولو په برخه کې ۸۳ پروژې پلي شول.» د کندهار د کرنې رییس وویل، چې په دغو پلي شویو پروژو کې «سربندونه، کوچني کانګړېټي چکډمونه، د اوبو زېرمه کولو خاورین حوزونه او ژورې څاګانې کېندل شامل دي، چې له دغو پلي شویو پروژو څخه ددې ولسوالۍ زرګونه اوسیدونکي ګټه پورته کوي.»
د ښاغلي سیدي په خبره ددې ولسوالۍ د کرنې د ودې په موخه په نږدې راتلونکې کې به په دې ولسوالۍ کې یوشمېر نورې پروژې هم پلي شي. د هغه په خبره د یادو پروژو په پلي کولو سره ددې ولسوالۍ د بزګرانو ډېرې ستونزې هوارې شوي دي او د نوی پروژو په پلي کېدو سره  به ددې ولسوالۍ د بزګرانو یوشمېر نور شته ستونزې هم هوارې او د دوی اقتصاد به ور سره وده وکړي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۲۶
Background image

توزیع مساعدت نقدی برای مهاجرین در ولسوالی کشنده ولایت بلخ

۲۰ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
برای ۳۰۰ تن از افراد نیازمند در ولسوالی کشنده ولایت بلخ از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ در همکاری موسسات همکار مساعدت نقدی صورت گرفت.
این برنامه از سوی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

رئیس زراعت کندز با مسئول مؤسسه توانمندسازی اجتماعی افغانستان دیدار کرد

۲۰ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ رمضان المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
مولوی نیاز محمد عابد، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندز، در دفتر کار خود با عبدالبصیر وهاج، مسئول مؤسسه توانمندسازی اجتماعی افغانستان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۲:۴۶
Background image

کمپاین نهال‌شانی در ولسوالی‌های زیباک، بهارک و وردوج ولایت بدخشان

۱۸ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین نهال‌شانی با غرس هزار اصله نهال مثمر شامل چهارمغز، سیب، توت و زردآلو در ولسوالی زیباک ولایت بدخشان برگزار شد. این برنامه تحت پروژه تغییر اقلیم با حمایت مالی. . .

بازگشت به خبرها