د پاکستان قاچاقي څارویو په وړاندې د بریالي هڅو په دوام؛ دا ځل د لسګونو مېښو د قاچاق مخه نیول شوې

user-admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۳:۲۷
د پاکستان قاچاقي څارویو په وړاندې د بریالي هڅو په دوام؛ دا ځل د لسګونو مېښو د قاچاق مخه نیول شوې


۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې یو ځل بیا په سپین بولدک ولسوالی کې د ویښو او بیداره مجاهدینو له لوري د ۱۸۴ سره مېښو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، یادې میښې د سپین بولدک ولسوالۍ د ډیورنډ فرضي کرښې له لارې په قاچاقي ډول هېواد ته رالیږدول کېدې، چې د امنیتي ځواکونو د چټک اقدام په پایله کې یې مخه ونیول شوه. د هغوی په وینا د یاد قاچاق په تړاو یوشمېر کسان هم نیول شوی دی، چې د محکمې له پرېکړې وروسته به ورسره قانوني چلند وشي.
د یادو څارویو د قاچاق مخه په داسي حال کې نیول کیږي چې، په دې وروستيو کې د کندهار ویښو او بیداره مجاهدینو پر ډیورنډ فرضي کرښه څو ځلي د څارویو د قاچاق هڅه شنډه کړې ده او هیڅ چاته یې اجازه نه ده ورکړي، چې څاروي کندهار ته را انتقال کړي، چې د همدې هڅو په دوام یې په دې وروستیو کې د لسګونو مېښو د قاچاق مخه نیولي ده.
د یادوني وړ ده، چي څو ورځې وړاندي هم د ۷۴ سره ګامېښو او پاکستاني غوایانو د قاچاق مخه نیول شوې وه.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۲۷
Background image

وزارت زراعت زمین را به اداره تنظیم امور زندان‌ها انتقال داد

۲۵ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذی‌الحجه ۱۴۴۷ هـ.ق
در نشستی که در ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد و در آن مولوی عبدالعلی عمری، رئیس عمومی استملاک و اسکان مجدد زمین‌ها، حافظ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۲۴
Background image

سمینار آموزشی سه‌روزه به منظور ارتقای سطح علمی کارمندان در ریاست اراضی برگزار شد

۲۵ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
به منظور ارتقای ظرفیت‌های مسلکی و افزایش سطح دانش کارمندان، سمینار آموزشی سه‌روزه‌ای در ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار گردید.
این سمینار از سوی ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳۵
Background image

توزیع تخم اصلاح‌شده جواری و کودهای کیمیاوی برای دهقانان پیشقدم ولایت کابل

۲۵ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کابل، به منظور ترویج روش‌های معیاری کشت و افزایش حاصلات زراعتی، ۱۴۴ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده بذری جواری را همراه با ۹۰۰ کیلوگرام کود. . .

بازگشت به خبرها