خوست کې د کرنیزو پروژو د پلي کېدو لپاره سروې او څارنه؛ د کورنیو باغچو، سرو املوکو بڼونو او سبو تخمونو وېش ته چمتووالی

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۳۰
خوست کې د کرنیزو پروژو د پلي کېدو لپاره سروې او څارنه؛ د کورنیو باغچو، سرو املوکو بڼونو او سبو تخمونو وېش ته چمتووالی

۲۹ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د تڼیو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې او د «او‌آرډي» مؤسسې په همکارۍ، د دورملکه په ساحه کې د ۲۰ کورنیو لپاره د کورنیو باغچو د جوړولو په موخه ابتدایي سروې ترسره شوه. د یادې سروې موخه د پروژې د عملي کېدو لپاره د اړینو معلوماتو راټولول او د تطبیق لپاره د زمینې برابرول دي، څو دغه کورنۍ وکولای شي له یادو باغچو څخه د خپل عاید د زیاتوالي او د خوړو د خوندیتوب په برخه کې ګټه واخلي.
همدارنګه، د ویرو « ډبلیو‌اي‌اې‌آر‌او» مؤسسې په همکارۍ د ګربز صحرا او شاوخوا بېلابېلو کلیو کې د سرو املوکو د بڼونو لپاره د ټاکل شوې ځمکې څخه نظارت ترسره شو. د دې نظارت موخه د ځمکو د مناسبت ارزونه او د پروژې د تطبیق لپاره د تخنیکي شرایطو تثبیت و، څو پروژه په معیاري ډول پلې او دوامدارې پایلې ولري.
په همدې لړ کې، د ترنچونو د کیندنې او د چارو د ښه همغږۍ په موخه، د لیژې، دره‌ګي، اطمان او نریزې له قومي مشرانو سره ګډه غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د پروژې د تطبیق اړوند مهم ټکي، د خلکو همکاري او د چارو د پرمخ وړلو لارې چارې تر بحث لاندې ونیول شوې او د دواړو لورو ترمنځ پر ګډې همکارۍ ټینګار وشو.
یادې کړنې د کرنیزو پروژو د اغېزمن تطبیق او د بزګرانو د عاید لوړولو په موخه ترسره شوې او د اړوندو ادارو او همکارو مؤسسو ترمنځ د همغږۍ ښه بېلګه بلل کېږي.
له بلې خوا، د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د ځاځي میدان ولسوالی د کرنې او مالدارۍ خدمتونو لوی مدیریت د مستقیم نظارت او د «او‌آرډي همکارې مؤسسې په همکارۍ، د ځاځي میدان ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د ۱۰۰مستحقو بزګرانو لپاره د شپږو  قلمه سبو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش په موخه سروې ترسره کړه.
یاده سروې د دې لپاره ترسره شوه، تر څو مستحق بزګران په دقیق ډول تثبیت شي او د سبزیجاتو د کرنې د ودې، د کورني عاید د زیاتوالي او د بزګرانو د معیشتي وضعیت د ښه والي زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده، چې د سروې له بشپړېدو وروسته به په نږدې راتلونکي کې یادو تثبیت شويو بزګرانو ته د سبو تخمونه او کیمیاوي سرې په منظم او شفاف ډول ووېشل شي، څو کرنیز تولیدات زیات او د سیمې د خلکو اقتصادي وضعیت لا ښه شي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۰
Background image

توزیع مواد غذایی برای دهاقین متضرر از خشکسالی در سمنگان

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان با همکاری مالی دفتر شبکه انکشاف باختر برای شماری از دهاقین و افراد بی‌بضاعت متضرر از خشکسالی در مرکز ایبک و ولسوالی حضرت. . .

بازگشت به خبرها