د کندهار نېش ولسوالی کې پر ۲۵۰ بزګرانو عضوي سره ووېشل شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۳۵
د کندهار نېش ولسوالی کې پر ۲۵۰ بزګرانو عضوي سره ووېشل شوه

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (یو.این.ډي.پي) په مالي ملاتړ او د نېش ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارنې لاندې، د یادې ولسوالی ۲۵۰ بزګرانو ته عضوي سره یا کمپوسټ ووېشل شوه.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، د مرستې له وېش وړاندې اړمنو بزګرانو ته د عضوي سرې د سم استعمال، اندازې او کارونې په اړه عملي او نظري ښوونیز پروګرام ترسره شو، ترڅو بزګران وکولای شي دا سره په اغېزمن او معیاري ډول وکاروي. چې وروسته هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه عضوي سره یا کمپوسټ ووېشل شوه.
د دې مرستې موخه د کیمیاوي سرو پر ځای د عضوي سرو دودول، د بزګرانو ترمنځ د کمپوسټ استعمال ته وده ورکول، د حاصلاتو زیاتوالی، د اقلیمي بدلونونو د منفي اغېزو کمول، د خاورې اصلاح او حاصلخېزي، په خاوره کې د رطوبت ساتنه، د لوړ کیفیت لرونکو محصولاتو ترلاسه کول او د عضوي کرنې پراختیا ده.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې ریاست په دې وروستیو کې د کرنې سکتور د ودې او پراختیا لپاره خپلې هڅې لا چټکې کړې دي، چې په همدې لړ کې یې د (یو.این.ډي.پي) په مالي ملاتړ په روان کې د کندهار ښار او دوو ولسوالیو کې ۱۰۰ شنې خونې جوړې کړې او بزګرانو ته یې سپارلې دي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۸
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بامیان

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهار سال ۱۴۰۵ تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری با همکاری مؤسسات همکار در ولایت بامیان رسماً آغاز شد.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

غرس بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار در ریاست زراعت غور

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری غور اعلام کرده است که در ادامه کمپاین نهال‌شانی و به مناسبت فرارسیدن سال جدید، بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار از سوی پرسونل این اداره غرس گردیده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

ختم دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم در ریاست زراعت دایکندی

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم که از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و بخش دعوت و ارشاد آن ریاست به‌منظور ارتقای آگاهی دینی، تقویت درک مفاهیم و احکام اسلامی و ایجاد. . .

بازگشت به خبرها