د قدرتي ځنګلونو پریکولو مخنیوي په موخه د خوږیاڼو ولسوالی چارواکو سره ناسته ترسره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۲۴
د قدرتي ځنګلونو پریکولو مخنیوي په موخه د خوږیاڼو ولسوالی چارواکو سره ناسته ترسره شوه

۲۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د قدرتي سرچینو آمر او ورسره تخنیکي پلاوی خوږیاڼو  ولسوالی ته د ځنګلونو پریکولو مخنیوي او ځنګلو بیا رغولو په موخه سفر وکړ .
 د ننګرهار دکرنې ریاست د قدرتي سرچینو آمر قاري کاهون عبدالرحمن اتل او ورسره تخنیکي پلاوي خوږیاڼو ولسوالی ته د سفر په ترڅ کی ولسوال مولوي عثمان جوهري، امنیه قوماندان، استخباراتو مدیر او دفرامینو امر سره ناسته وکړه، او دځنګلونو د پریکولو مخنیوي، دغصب شوو څړځایونو په نښه کولو، ځنګل څارانو ګمارنې او  ځنګلونو بیا رغولو اوپراختیا د څارنې او ارزونې کمېټې او ساتونکو ګروپونو سره په همغږۍ د کارونو مخته وړلو خبرې وکړې، ترڅو دغه ملي شتمني ضایع نشي او زموږ ملي اقتصاد پیاوړي شي.
د خوږیاڼو ولسوال جوهري د کرنې ریاست تخنیکی پلاوی ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یی کړه، چې د کرنې ریاست کړنلارو په تطبیق کې به پوره همکاري وکړي.
د ننګرهار په ۱۱ ولسوالیو کې قدرتي ځنګلونه لري، چې پدې کې په ۷ ولسوالیو حصارک، خوږیاڼي، پچیراګام، کوټ، هسکه مېنه، شېرزاد او سپین غر کې د جلغوزیو په زیاته پیمانه ځنګلونه شتون لري.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۸
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بامیان

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهار سال ۱۴۰۵ تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری با همکاری مؤسسات همکار در ولایت بامیان رسماً آغاز شد.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

غرس بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار در ریاست زراعت غور

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری غور اعلام کرده است که در ادامه کمپاین نهال‌شانی و به مناسبت فرارسیدن سال جدید، بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار از سوی پرسونل این اداره غرس گردیده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

ختم دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم در ریاست زراعت دایکندی

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم که از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و بخش دعوت و ارشاد آن ریاست به‌منظور ارتقای آگاهی دینی، تقویت درک مفاهیم و احکام اسلامی و ایجاد. . .

بازگشت به خبرها