هلمند کې یوشمېر حیواني درمل پلورنځۍ او عیر معیاري قصابۍ وتړل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۳۵
هلمند کې یوشمېر حیواني درمل پلورنځۍ او عیر معیاري قصابۍ وتړل شول

۲۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت مسوولینو د ګرشك ولسوالی د حیواني درملو پلورنځیو پراخې څارنې او ارزونې ترسره کړې چې په پایله کې یې ۱۷ درمل پلورنځۍ د قانوني اسنادو او مسلکي کارکوونکو د نشتون او د کرنیزو او حیواني درملو ګډ پلور له امله وتړل شول.
د څارنې پر مهال هغه پلورنځۍ په نښه شول، چې د اړینو مسلکي معیارونو او قانوني جوازونو پرته یې فعالیت درلود. مسوولینو د تړلو له پرېکړې وروسته د یادو پلورنځیو خاوندانو سره قانوني سپارښتنې او لازمې لارښوونې شریکې کړې. د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر حافظ هدایت‌الله هدایت وویل، چې د دې څارنو موخه د درملو د کیفیت تضمین، د غیر مسلکي کسانو د فعالیت مخنیوی او د مالدارۍ د سکتور خوندیتوب دی. نوموړي زیاته کړه چې دا لړۍ به دوام ولري.
له بلې خوا د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت مسلکي کارکوونکو هغه قصابۍ وتړلې چې څاروي یې د مسلخ له رسمي څارنې او طبي معاینې پرته حلال کړي وو.
مسوولینو ټینګار وکړ چې د څارویو د حلالېدو څخه وړاندې د روغتیاپالانو لخوا بشپړ صحي معاینات ضروري دي، څو د ناروغو حیواناتو غوښې  بازار ته ور نه شي. د دوی په وینا، د لښکرګاه ښار په کچه د قصابیو د څارنې لړۍ هره ورځ روانه ده او ټولو قصابانو ته سپارښتنه شوې، چې خپل څاروي د مسلخ له لارې د رسمي څارنې لاندې حلال کړي او د امریت صحي مهر ولري.
د یادو څارنو موخه د عامو خلکو د روغتیا خوندي ساتل، د بې‌کیفیته غوښو د پلور مخنیوی او د قصابیو د قانوني کړنو پلي کول بلل شوي دي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۸
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بامیان

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهار سال ۱۴۰۵ تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری با همکاری مؤسسات همکار در ولایت بامیان رسماً آغاز شد.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

غرس بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار در ریاست زراعت غور

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری غور اعلام کرده است که در ادامه کمپاین نهال‌شانی و به مناسبت فرارسیدن سال جدید، بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار از سوی پرسونل این اداره غرس گردیده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

ختم دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم در ریاست زراعت دایکندی

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم که از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و بخش دعوت و ارشاد آن ریاست به‌منظور ارتقای آگاهی دینی، تقویت درک مفاهیم و احکام اسلامی و ایجاد. . .

بازگشت به خبرها