هلمند کې درې ټنه بېکیفیته او تاریخ تېر حیواني درمل وسوځول شول

۳ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت له لوري هغه بېکیفیته، تاریخ تېر او مشکوک لیبل لرونکي حیواني درمل، چې د تېرو درېیو کلونو په ترڅ کې د کرنې ریاست لخوا راټول شوي وو، د ټاکل شوي ګډ پلاوی په حضور کې له ښار څخه لرې د ریګ په سیمه کې وسوځول شول.
د دې چارې موخه په ولایت کې د حیواني درملتونونو د فعالیتونو منظمول، د بېکیفیته او تاریختېرو درملو مخنیوی او د ناڅرګندو شرکتونو له محصولاتو د بازار پاکول دي.
د هلمند دکرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت په وینا، د وروستیو هڅو په پایله کې د حیواني درملو په کیفیت کې د پام وړ ښه والی راغلی دی.