د بزګرانو محصولاتو خوندیتوب په پارعملي ګامون؛ میدان وردګو کې معیاري سړه خونه جوړېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۱۰:۵۲
د بزګرانو محصولاتو خوندیتوب په پارعملي ګامون؛ میدان وردګو کې معیاري سړه خونه جوړېږي

۸ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو د خوندیتوب او بازار موندنې په برخه کې د خپلو هڅو په دوام، د میدان وردګ ولایت په مرکز میدانښار کې د ۵۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۰۰۰ ټنه ظرفیت لرونکې سړې خونې او د مېوو د جالیو فابریکې د جوړېدو بنسټ ډبره کېښوده. دا پروژه، چې د خصوصي سکټور له خوا پر شاوخوا ۵ جریبه ځمکه پلې کېږي، موخه یې د بزګرانو محصولاتو ته د ساتنې، بسته بندۍ او مؤثرې بازارموندنې زمینه برابرول دي.
د یادې سړې خونې د بنسټ ډبرې ایښودو پرمهال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغا جان اخند«حاجي سالم» وویل، چې د کرنې وزارت هڅه کوي، چې د بزګرانو د محصولاتو لپاره نړۍوال بازارونه پیدا کړي او د خصوصي پانګوالو ملاتړ وکړي. هغه زیاته کړه: « روان مالي کال کې وزارت ۱۴۰ میلیونه افغانۍ بودجه ځانګړې کړې چې له مخې به په اړینو ولایتونو کې سړې خونې جوړې شي.»
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال وویل: «هڅه مو داده، چې بزګرانو او بڼوالو ته په بېلابېلو برخو کې لا ډېر خدمتونه وړاندې او اسانتیاوې او فرصتونه ورته برابر کړو.»
په ورته وخت کې، د میدان وردګ والي قاري بختیار معاذ وویل:« دا یوه حیاتي پروژه ده، چې د ولایت د بزګرانو د مېوو د خوندیتوب او اقتصادي ودې لپاره ځانګړی اهمیت لري. موږ د خصوصي سکتور دغه نوښت ستایو او د ولایت مقام له لوري هر اړخیز ملاتړ ورسره کوو.»
د میدان وردګو والي زیاته کړه، چې د میدان وردګو په ولایت کې پانګهوالو لپاره د پانګونې غوره زمینه برابره ده او پانګهوال کولای شي، چې د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
دغه راز، د میدان وردګو ولایت دکرنې رییس الحاج مولوي نیازمحمد عابد وویل، چې دغه سړه خونه د مشتاق کروخي شرکت له خوا جوړېږي، هغه په خپلو خبرو کې د مشتاق کروخي شرکت له مسؤل سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه. هغه له شرکت څخه وغوښتل چې خپل فعالیتونه نورو ولایتونو ته هم پراخ کړي.
په همدې حال کې د مشتاق کروخي شرکت مسؤل محمد اسحاق کروخي وویل: «تېر کال مو تازه او وچه مېوه ګاونډیو هېوادونو ته صادره کړه. د میدان وردګو میوې نړۍوال شهرت لري. د همدې بازار پراخولو او د ولایت مقام د همکارۍ له امله مو پرېکړه وکړه، چې دلته سړه خونه جوړه کړو.»
تمه ده چې، دا پروژه د سیمې زرګونه بزګرانو ته د مېوو د ساتنې، بسته بندۍ، او بازارموندنې په برخه کې سترې اسانتیاوې برابرې کړي، د صادراتو بهیر پیاوړی کړي او د کرنیزو تولیداتو ارزښت لوړ کړي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۸
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بامیان

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهار سال ۱۴۰۵ تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری با همکاری مؤسسات همکار در ولایت بامیان رسماً آغاز شد.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

غرس بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار در ریاست زراعت غور

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری غور اعلام کرده است که در ادامه کمپاین نهال‌شانی و به مناسبت فرارسیدن سال جدید، بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار از سوی پرسونل این اداره غرس گردیده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

ختم دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم در ریاست زراعت دایکندی

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم که از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و بخش دعوت و ارشاد آن ریاست به‌منظور ارتقای آگاهی دینی، تقویت درک مفاهیم و احکام اسلامی و ایجاد. . .

بازگشت به خبرها