د کندهار دوو ولسوالیو کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۹:۳۹
د کندهار دوو ولسوالیو کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۲۸ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د ډنډ او دامان په ولسواليو کې ۱۳ شنې خونې جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول. د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې دغه شنې خونې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت پراختیایې بودیجي له لاري جوړې شوې، چې په کې تازه سابه توليدېږي.
 ورته مهال د یادو سیمو یو شمېر اوسېدونکي د يادو خونو په جوړېدو خوښ دي او وايي، چې له دې وړاندې به د یادو سیمو خلک د سبو له کمښت سره مخامخ کېدل او هم به يې وخت نا وخت بیې لوړېدلې.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، په ټولو موسمونو کې سابه او ترکاریو ته د کندهار د خلکو د لاس رسي، د موسمي تولیداتو زیاتوالی او په بازارونو کې د کرنیزو حاصلاتو د ډېرښت په پار په دې ولایت کې شنې خونې جوړې شوي دي.
د یادو شنو خونو  د جوړولو موخه بدیل معیشت یا د کوکنارو بدیل کرکېله، په سړه موسم کې د سبو حاصلات ترلاسه کول، میکانیزه کرنې ته وده او پراختیا ورکول، د بزګرانو ملاتړ، د هغوي اقتصادي وضیعت پیاوړي کول او بزګرانو ته د کار زمینه برابرول دي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها