ننګرهار کې ۲۰۰ بزګرانو سره د اصلاح شوي تخمونو، کیمیاوي سرو او کرنیزو توکو مرسته وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۵:۲۳
ننګرهار کې ۲۰۰ بزګرانو سره د اصلاح شوي تخمونو، کیمیاوي سرو او کرنیزو توکو مرسته وشوه

۲۶ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د اسلامیک ریلیف مؤسسې د هیلپ پروژې تر چتر لاندې په خوږیاڼو او شېرزادو ولسوالیو کې ۲۰۰ بزګرانو ته د ممپلیو او لوبیا اصلاح شوي محلي تخمونه ووېشل شول.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ۱۰۰ تنو  بزګرانو ته د ممبلیو او په شېرزادو ولسوالۍ کې ۱۰۰ تنو نورو بزګرانو ته دلوبیا محلي اصلاح شوی تخمونه چې هر بزګر ته ۳۵ کیلو ګرامه ممپلیو تخم، ۱۴ کیلو ګرامه لوبیا تخم او هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه توره سره، ۵۰ کیلو ګرامه سپینه یا یوریا سره او لس قلمه کرنیز وسایل ورکړل شو.
ښاغلي محسن وویل، چې په کرنیزو وسایلو کې بېلچه، کراچۍ، کوداله، موزې، دستکشی، رمبی، لور، پنجي، درمل شېندلو پمپ او اوپلاستیکي پچۍ ورکړل شوي.
د یادو مرستو موخه د کرنې سکتور پیاوړتیا د بزګرانو لاسنېوي، او د خوړو خوندیتوب رامنځته کول دي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها