د هلمند د املوکو بڼونه ښه پایله ورکړې

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۹/۲ - ۱۰:۵۵
د هلمند د املوکو بڼونه ښه پایله ورکړې


د هلمند دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د نورو مېوو ترڅنګ د املوکو بڼونه هم ډېره ښه پایله ورکړې. دهلمند د کرنې ریاست له خوا ددې ولایت په څېړنیز فارم کې پر یوشمېر نوو نباتاتو څېړنې شوې وې، چې له دې ډلې د املوکو نیالګې هم په توافقي ډول تر څېړنې لاندې نیول شوې وې او وروسته د بزګرانو په واک کې ورکړل شوې وه، چې اوس یې د بڼونو حاصل د قناعت وړ دي. د املوکو ونه د پیوند کولو له لارې ډېرېږي، تر نهو مترو پورې جګېږي. که ښه پاملرنه ورته وشي تر سلو کلونو پورې ژوند کولی شي. د املوکو ونه د لومړي ځل لپاره په جاپان کې لیدل شوې ده.

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وویل، دوی هلې ځلې کوي چې په دې ولایت کې د کوکنارو د کرکېلي د مخنیوي په پار بزګرانو ته نوی ارزښت لرونکي کرنیزې توکي ور وپېژنې.

ښاغلي الکو وويل، په همدې موخه ددې ولایت په څېړنیز فارم کې د املوکو نیالګې اېښودل شوې او پرې څېړنې وشوې.

هلمند د هغو ولایتونو له ډلې څخه دی چې، پراخه کرنیزې ځمکې، پریمانه اوبه او ښه هوا لري. ددې ولایت خاوره د هر ډول ونو او بوټو لپاره مناسبه ده. په همدې موخه دهلمند د کرنې اداره په پام کې لري، چې سږکال ځمکوالو لپاره د املوکو ۵۰ جریبه نوي بڼونه هم جوړ کړي.

د هلمند د کرنې رییس وویل، چې دهلمند په کچه په شاوخوا ۲۵ جریبه ځمکه کې د املوکو بڼونه جوړ شوي دي، چې هر جریب یې د شاوخوا اته مټریک ټنو په حاصل ورکولو سره یې سږنۍ حاصلات ۲۰۰ ټنو ته رسیږي.

د ښاغلي الکو په خبره تېر کال ددې ولایت په ۱۰ جریبه ځمکه کې د املوکو بڼونه جوړ شوې وه، خو سږ کال یې شمېر ۲۵ جریبو ته پورته شوې او روان کال کې به په دې ولایت کې د املوکو ۵۰ جریبه نوي بڼونه هم جوړ شي.

هغه دغه راز وویل، چې د هلمند د نیالګیو د تولید ټولنه دامهال په دې ولایت کې د املوکو دوه زره نیالګي روزلي دي، چې سږکال پیوند شوي او کال ته به د کرلو په پار چمتو شي.

د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بزګرانو د ملاتړ او د کوکنارو د کرکېلي د بدیل پیداکولو په پار تل هلې ځلې کوی او په دې برخه کې یې ګڼ بریالي پروګرامونه هم پلي کړي دي.

د هلمند د ناد علي ولسوالۍ یو تن بڼوال حاجي سیدعمر چې د املوکو بڼ لري وایي، چې د املوکو بڼونو جوړول د مخدره توکو د کرکېلي د له منځه وړولو پر وړاندې غوره بدیل کښت دی.

هغه چې د هلمند د لښکرګاه په بازار کې د خپل بڼ املوک خرڅول وویل، چې د املوکو له بڼ سره یې اقتصادي وضعیت ښه شوی او هیله لري، چې راتلونکې کې یې عواید تر دې لا ډېر شي. حاجي سیدعمر زیاته کړه: «د املوکو بڼ زما په ژوند کې لوی بدلون راوستی او د نورو کلونو په پرتله به سږکال ډېرعاید ترلاسه کړم. خوښ په دې یم چې حلال کښت او حلاله ګټه کوم، چې د هر مسلمان وجیبه ده.»

د هلمند دکرنې ریاست د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې په همکارۍ په پام کې لري، چې په دې ولایت کې د املوکو او نورو مېوو ډېر شمېر بڼونه جوړ کړي.

د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بزګرانو د ملاتړ او د کوکنارو د کرکېلي د بدیل پیداکولو په پار تل هلې ځلې کوی او په دې برخه کې یې ګڼ بریالي پروګرامونه هم پلي کړي دي.

د املوک روغتیایې ګټې:

املوک هغه مېوه ده، چې د مني په موسم کې پخېږي. دغه مېوه چې نن سبا په بازار کې ښه ډېره پېدا کېږي بې شمېره ګټې لري.

املوک د وېټامین (اې، بي، سي) تر ټولو ښه سرچینه ده، چې د زړه او سرطان له ناروغیو مو ژغوري.

املوک په وېټامین (اې، بي، سي) سربېره کلیسم او فاسفور هم لري. په املوکو کې شته قندي مواد د هغه کسانو لپاره، چې د شکرې په ناروغۍ اخته دي کوم زیان نه لري.

املوک په درماني ځانګړنو کې سرو (رومي) بانجانو ته ورته دي، په کې شته انتي اکسیدان یې د دې لامل کېږي، چې د زړه او سرطان ناروغۍ له منځه یوسي. دا چې املوک د وېټامین سي او بتاکاروتن ښه سرچینه بلل کېږي د بدن دفاعي سېستم پیاوړی کوي او لوړ غذایي ارزښت لري.

املوک د انسان د ژر زړېدو مخه نیسي، په کُلمو کې د قبضیت او التهاب مخنیوی کوي، چې په خامه او پخه بڼه خوړل کېږي. د املوکو خوند تر پخېدو مخکې یو څه تریخ وي.

په سل ګرامه یا یوه عدد املوک کې له ۷۹ نیولې تر ۸۰ کالوري انرژي شته وي. په یوه عدد املوک کې لږ تر لږه ۱۱ ملي ګرامه وېټامین سي شته. دغه راز املوک ۲۷۱۰ واحده تقریباً (۰٫۶۶۷ ملي ګرامه) وېټامین (اې) لري، چې د ورځې په اوږدو کې یوازې د یوه دانه املوکو خوړل د بدن د اړتیا وړ نیم وېټامین (اې) پوره کولی شي.

املوک په خپل ترکیب کې یو ډول رنګ لرونکې دانې لري او دغه دانې د وېټامین (سي او اې) ښکارندویي کوي د زړه او سرطان ناروغیو مخه نیسي. له همدې کبله د مني په فصل کې ټولو ته د املوکو د خوړلو سپارښتنه کېږي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۴:۳
Background image

برگزاری نشست هم‌آهنگی سکتور زراعت و انکشاف دهات در کندز

۱۶ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
در ولایت کندز، ریاست زراعت، آبیاری و مالداری به منظور هم‌آهنگی و پیشرفت با مؤسسات و نهادهای همکار، نشستی برگزار کرد. در این نشست مسئولان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۲:۴۷
Background image

مسوولان شرکت زراعتی وادی ننگرهار: از فارم سوم امسال نزدیک به سه هزار و سی تن جواری به دست خواهد آمد

۱۶ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
مسوولان فارم سوم شرکت زراعتی وادی ننگرهار می‌گویند که امسال حدود ۴۰۳۰ جریب زمین در این فارم برای کاشت جوار اختصاص یافته است و بر اساس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۲:۳۴
Background image

وزارت زراعت بیش از یک هزار جریب زمین را به وزارت ترانسپورت و هوانوردی منتقل کرد

۱۶ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
مقامات ریاست اراضی وزارت زراعت می‌گویند که در مرکز ولایت بامیان و همچنین در ولسوالی خاکجبار ولایت کابل، به منظور ساخت ترمینال ترانسپورتی و. . .

بازگشت به خبرها