پکتیکا کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۵:۱۵
پکتیکا کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه 

۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسلکي کارکوونکو د زرعون شهر ولسوالۍ کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وکړه، څو د بې‌کیفیته او تاریخ‌تېرو درملو د پلور مخه ونیسي.  
د دې څارنې پر مهال، درمل پلورونکو ته سپارښتنه وشوه چې د بې‌کیفیته درملو له پلور څخه ډډه وکړي، حیواني او نباتي درمل سره جلا وساتي، د درملتونونو پاکوالي ته پام وکړي، او خپلې چارې د کرنې وزارت د اصولو مطابق پر مخ یوسي.  
همداراز، هغه درملتونونه چې د فعالیت قانوني جوازونه یې نه لرل یا د جواز موده یې پای ته رسېدلې وه، وتړل شول. پلورونکو ته لارښوونه وشوه چې ژر تر ژره خپل جوازونه نوي کړي. پر دې سربېره، هغو درملتونونو ته چې غیرمسلکي کسانو اداره کول، لازمې سپارښتنې وشوې.  
د دې ارزونې موخه د غیرمسلکي کسانو له لوري د بې‌کیفیته او تاریخ‌تېرو درملو، او غیرقانوني درملو د پلور مخنیوی و.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۸
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بامیان

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهار سال ۱۴۰۵ تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری با همکاری مؤسسات همکار در ولایت بامیان رسماً آغاز شد.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

غرس بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار در ریاست زراعت غور

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری غور اعلام کرده است که در ادامه کمپاین نهال‌شانی و به مناسبت فرارسیدن سال جدید، بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار از سوی پرسونل این اداره غرس گردیده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

ختم دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم در ریاست زراعت دایکندی

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم که از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و بخش دعوت و ارشاد آن ریاست به‌منظور ارتقای آگاهی دینی، تقویت درک مفاهیم و احکام اسلامی و ایجاد. . .

بازگشت به خبرها