د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ته ځمکه انتقالېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۲:۳۳
د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ته ځمکه انتقالېږي

۴ سلواغه ۱۴۰۳ھ.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رياست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعید او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د بېرته راستنېدو او بیا يوځای کېدو رییس مولوي شکرالله شاکر ګډون درلود. د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د ځمکې پرلېږد خبرې اترې وشوې.
ياده ځمکه د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ لوی رياست لخوا کورنيو چارو وزارت ته د پنجشېر ولایت په عنابه ولسوالۍ کې په ۱۷۸.۲۸ جريبه ځمکه باندې د مهاجرينو لپاره د ښارګوټي د جوړولو په موخه انتقالېږي.
د یادې ځمکې د لېږد ټړون د کرنې وزارت اراضۍ ادارې د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سيد محمد سعيد او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د بېرته راستنېدو او بیا يوځای کېدلو رییس مولوي شکرالله شاکر ترمنځ لاسلیک شو.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۳:۵۴
Background image

امضای تفاهم‌نامه همکاری میان وزارت زراعت و وزارت تحصیلات عالی

۲۱ حوت ۱۴۰۳ هـ.ش
تفاهم‌نامه همکاری میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و وزارت تحصیلات عالی امارت اسلامی افغانستان پیرامون شریک‌سازی تجارب تحقیقاتی و فراهم‌سازی زمینه کارهای عملی برای. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

امضای قرارداد آغاز فعالیت فابریکه لبنیات ریشخور در کابل

۲۱ حوت ۱۴۰۳ هـ.ش
قرارداد آغاز فعالیت فابریکه لبنیات ریشخور میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و شرکت لبنیات میلکو به امضاء رسید.
این قرارداد طی مراسمی در وزارت زراعت امضاء شد که در آن. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۰:۵۵
Background image

نظارت از فعالیت چهار شرکت تولیدی مواد غذایی و ادویه در کابل

۲۱ حوت ۱۴۰۳ هـ.ش
هیئتی از مقام‌های امارتی از فعالیت چهار شرکت تولیدی مواد غذایی و ادویه در نواحی مختلف شهر کابل نظارت کردند.
این هیئت به سرپرستی مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و. . .

BACK TO NEWS