کندهار کې د نیږدې درې میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو یو چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۸ - ۱۱:۱۶
کندهار کې د نیږدې درې میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو یو چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۸ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د لوړ شاولیکوټ ولسوالی په چستو کلي کې دکرنې ریاست د پراختیایي بودیجې له لارې د ۲ میلیونه، ۹۸۸ زره، او ۷۶۰ افغانیو په لګښت يو چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کندهار د کرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمریت انجنیر روح الله روحاني وايي، چې یاد چکډېم۳۰ متره اوږدوالی او ۳.۵ متره لوړوالی لري او په یوه وخت کې د ۳۱ زره متره مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري. د دې چکډیم ټولې چارې په پاخه او اساسي ډول بشپړې شوې دي، چې د یادې پروژې په ترڅ کې ۱۰ کسانو ته په فني او ۲۰ کسانو ته په غیرفني برخو کې د کار زمینه هم برابره شوې وه.
یاد چکډېم به د ژمي د اورښتونو اوبه زېرمه کړي، چې په پایله کې به د لوړ شاولیکوټ ولسوالی د ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه شي. دې سره به د سیمې زرګونو بزګرانو او مالدارانو ته د اوبو دوامداره او خوندي لاسرسی ممکن او د کرنې او مالدارۍ په چارو کې به یې ستونزې په مؤثره توګه حل شي.
په ورته وخت کې د لوړ شاولیکوټ ولسوالی اوسېدونکي د اسلامي امارت له دې نوښت څخه خوښ دي او وايي، چې د یاد چکډېم په جوړېدو سره به د اوبو په برخه کې د دوی ډېرې ستونزې حل شي.
د یادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ هم د کندهار په سپین بولدک ولسوالی کې د ۲.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت یو چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې وه.
باید وویل شي، چې د کرنې وزارت له خوا د هېواد په کچه د ۱۳۸ چکډېمونو رغنیزې چارې پیل شوي دي، چې ډېری یې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د کرنې برخې شنونکي بیا وايي، چې دا ډول پروژې نه یوازې د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي لامل ګرځي، بلکې د سیمې د اوسېدونکو اقتصاد ته هم مثبت بدلون ورکوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۴:۳۸
Background image

افزایش کشت تربوز در ولایت لوگر

۳ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
مسئولان ریاست زراعت و مالداری ولایت لوگر از افزایش کشت تربوز در این ولایت خبر می‌دهند. به گفته آنان، در سال جاری، بیش از ۳۶۵ هکتار زمین در مرکز و ولسوالی‌های این ولایت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۴:۲۷
Background image

آغاز به‌کار یک باب کلینیک صحی حیوانی در ولسوالی پریان

۳ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
به‌منظور بهبود خدمات صحی حیوانی و رسیدگی بهتر به مشکلات مالداران، یک باب کلینیک صحت حیوانی در قریه کرپیتاب ولسوالی پریان ولایت پنجشیر افتتاح شد.
به اساس مکتوب رسمی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۰:۱۹
Background image

ایجاد ۱۰ قطعه نمایشی شالی به سیستم قطاری در ولسوالی کشم ولایت بدخشان

۳ سرطان ۱۴۰۴  هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان در چوکات پلان وزارت زراعت، به هدف ترویج شیوه‌های نوین کشت و افزایش حاصلدهی زمین‌های زراعتی، ۱۰ قطعه نمایشی شالی را در قریه. . .

BACK TO NEWS