بغلان کې ۶۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او سره ووېشل شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۳:۲۷
بغلان کې ۶۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او سره ووېشل شوه

۲۴ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د بغلان ولایت فرنګ ولسوالی کې ۶۰۰ بزګرانو سره د غنمو اصلاح شوي تخم، تورې او سپینې سرې مرسته وشوه. دا مرستې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي ملاتړ او د اکټیډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ چمتو شوي، چې د کرنیزو چارو عمومي مدیریت کارکوونکو د ولسوالۍ مسوولینو او مؤسسې استازو په شتون کې ووېشل شوې.
یادې مرستې هغو بزګرانو ته وېشل کېږي، چې د ۲ تر ۵ جریبه ځمکه لري، اقتصادي وضعیت یې کمزوری دی او د تخم او سرې د پېرلو وس نه لري. په دې مرستو کې هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو سپینه او ۵۰ کیلو توره سره ورکړل شوه.
د دې مرستې موخه په فرنګ ولسوالی کې د اصلاح شویو تخمونو دودول، د بزګرانو او ځمکوالو ملاتړ او له کمو ځمکو څخه د زیاتو حاصلاتو ترلاسه کول دي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۸
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بامیان

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهار سال ۱۴۰۵ تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری با همکاری مؤسسات همکار در ولایت بامیان رسماً آغاز شد.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

غرس بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار در ریاست زراعت غور

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری غور اعلام کرده است که در ادامه کمپاین نهال‌شانی و به مناسبت فرارسیدن سال جدید، بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار از سوی پرسونل این اداره غرس گردیده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

ختم دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم در ریاست زراعت دایکندی

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم که از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و بخش دعوت و ارشاد آن ریاست به‌منظور ارتقای آگاهی دینی، تقویت درک مفاهیم و احکام اسلامی و ایجاد. . .

بازگشت به خبرها