د کندهار کښته میوند ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو تخم، کیمیاوي سره او نغدې مرسته ووېشل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۹:۴۳
د کندهار کښته میوند ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو تخم، کیمیاوي سره او نغدې مرسته ووېشل شوه

۲۳ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، او د یو خصوصي خیریه بنسټ په مالي ملاتړ، په کندهار کښته میوند ولسوالی کې ۵۰ بې وزله او سېلاب ځپلو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سره او هغدې مرسته ووېشل شوه. 
په دې مرسته کې هر بزګر ته ۱۰۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۲۰۰ کیلوګرامه سپینه سره، ۱۰۰ کیلوګرامه توره سره، او ۶ زره افغانۍ نغدې مرسته ورکړل شوه.
په دې مرسته کې هغه بزګران شامل دي چې څلور جریبه ځمکه لري، خو د کښت کولو توان نه لري. ځمکه یې اوبه لري، او د کرنې ریاست د یادې مرستې سره سم به روان کال کرنه ترسره کړي، چې موخه یې د بزګرانو ملاتړ او د هغوی د اقتصادي وضعیت ښه کول دي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې ریاست اوس د کرنې او مالدارۍ سکتور ته تر بل هر وخت زیاته پاملرنه کړې ده. چې په دې لړ کې یې څه کم یوه میاشت وړاندې هم په معروف ولسوالۍ کې۵۰ بزګرانو سره ورته مرسته ترسره شوې وه.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۸
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بامیان

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهار سال ۱۴۰۵ تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری با همکاری مؤسسات همکار در ولایت بامیان رسماً آغاز شد.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

غرس بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار در ریاست زراعت غور

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری غور اعلام کرده است که در ادامه کمپاین نهال‌شانی و به مناسبت فرارسیدن سال جدید، بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار از سوی پرسونل این اداره غرس گردیده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

ختم دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم در ریاست زراعت دایکندی

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم که از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و بخش دعوت و ارشاد آن ریاست به‌منظور ارتقای آگاهی دینی، تقویت درک مفاهیم و احکام اسلامی و ایجاد. . .

بازگشت به خبرها