د کندهار ارغنداب کې سلګونو اړمنو کورنیو ته مرستې ووېشل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۹:۲۲
د کندهار ارغنداب کې سلګونو اړمنو کورنیو ته مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالی په سلګونو اړمنو کورنیو بلاربې وزې او حیواني خوراکه ووېشل شوه. دا مرستې د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د "آی. آر. یو. کې" سازمان په مالي ملاتړ او د اسلامي هوساینې مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د ارغنداب ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارنې لاندې ترسره شوې.
د دې مرستې لپاره مخکي سروې ترسره شوې وه، چې له مخې یې ۲۱۵ اړمنو، بېوزلو او غریبو کورنیو ته د شاوخوا ۲۲ زره افغانیو په ارزښت یوه یوه د ګلابي نسل وزه او ۵۰ کیلوګرامه حیواني خوراکه ورکړل شوې. د دې مرستې موخه د اړمنو کورنیو اقتصادي ملاتړ او د هغوی د ژوند شرایط ښه کول دي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي هوساینې مؤسسې تر دې وړاندې هم شاوخوا یوه میاشت مخکې د کندهار ارغستان ولسوالۍ کې ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته ورته مرستې وېشلې وې.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۸
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بامیان

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهار سال ۱۴۰۵ تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری با همکاری مؤسسات همکار در ولایت بامیان رسماً آغاز شد.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

غرس بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار در ریاست زراعت غور

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری غور اعلام کرده است که در ادامه کمپاین نهال‌شانی و به مناسبت فرارسیدن سال جدید، بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار از سوی پرسونل این اداره غرس گردیده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

ختم دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم در ریاست زراعت دایکندی

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم که از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و بخش دعوت و ارشاد آن ریاست به‌منظور ارتقای آگاهی دینی، تقویت درک مفاهیم و احکام اسلامی و ایجاد. . .

بازگشت به خبرها