د کندهار دکرنې رییس د ریحانو صادراتو په پار له سوداګرو سره د همغږۍ غونډه دائره کړه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۱:۱
د کندهار دکرنې رییس د ریحانو صادراتو په پار له سوداګرو سره د همغږۍ غونډه دائره کړه

۱۶ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مقام کې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی فضل الباري فضلي په مشرۍ د کندهار کرنیزو محصولاتو سوداګرو سره د ریحانو صادراتو په پار غونډه دائره شوه. 
ددې غونډې په ترڅ کې د کندهار ولایت د مقام استازي، د سوداګري خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بناء، د کرنیزو محصولاتو د صادارتو ګڼ شمېر سوداګرو او د خصوصي شرکتونو استازو ګډون درلود. 
د یادې غونډۍ په پیل کې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی فضل الباري فضلي وویل:« د ا.ا.ا زموږ ګډ کور دی او تل یې هڅه کړئ، چې خپل اولس ته په هر برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي، کرنیزې سوداګرۍ ته پراختیا ورکړي او د افغانستان کرنیز محصولات په ښه ډول سره نورو هېواادونو ته صادر او وپیري.»
 هغه زیاته کړه، چې د کرنې وزارت له لوري د هند هېواد سره د سوداګرۍ په موخه خبرې کړي او تمه شته، چې سږ کال به د پاکستان او نورو هېوادو په ګډون کندهار څخه هند ته ریحان صادر شي. 
نوموړي د خپل خبرو په وروستي کې وویل، چې سږ کال به د کرنیزو صادراتو په برخه کې نورې هم اسانتیاوې رامنځته شي. هغه راغلو سوداګرو او خصوصي شرکتونو استازو د کرنیزې سوداګرۍ د لا ښه بهبود په موخه د هر ډول همکاري ډاډ ورکړ.
په همدې حال کې د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بناء وویل، چې تمه لرو په راتلونکي میاشت کې چین هېواد ته د ریحانو صادرات ولرو او چین هېواد هم زړه ښه کړی، چې کندهار څخه به ورته ریحان صادرېږي. هغه وویل، چې په نورو برخو کې هم د سوداکرۍ خونې هڅه کوي، چې د کندهار کرنیز محصولات تر نورو هېوادونو پورې ورسوي. 
دغه راز ددې غونډې په ترڅ کې راغلو سوداګرو او د کرنیزو محصولاتو خصوصي شرکتونو استازو د کرنې ریاست د همکاري څخه مننه وکړل او خپلې ستونزې او غوښتنې ورسره شریکې کړې.
 د یادې غونډې په ترڅ کې د شته ستونزو د حل په موخه اړینې پریکړې وشوې او د کندهار د کرنې رییس یادو سوداګرو ته د هراړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۸
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بامیان

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهار سال ۱۴۰۵ تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری با همکاری مؤسسات همکار در ولایت بامیان رسماً آغاز شد.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

غرس بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار در ریاست زراعت غور

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری غور اعلام کرده است که در ادامه کمپاین نهال‌شانی و به مناسبت فرارسیدن سال جدید، بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار از سوی پرسونل این اداره غرس گردیده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

ختم دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم در ریاست زراعت دایکندی

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم که از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و بخش دعوت و ارشاد آن ریاست به‌منظور ارتقای آگاهی دینی، تقویت درک مفاهیم و احکام اسلامی و ایجاد. . .

بازگشت به خبرها