د لغمان د کرنې رییس په مشرۍ د ځنګلونو ساتنې او بیارغونې کمېټې علیشنګ ولسوالی ته سفر وکړ

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۴:۵۶
د لغمان د کرنې رییس په مشرۍ د ځنګلونو ساتنې او بیارغونې کمېټې علیشنګ ولسوالی ته سفر وکړ

۱۵ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې چارو کمېټې مسؤلینو علیشنګ ولسوالی ته سفر وکړ، چې په دې سفر کې یې د لغمان امنیه قوماندانۍ، د ولایت مقام، د علماؤ شورا، قول اردو او لېوا او د استخباراتو استازو هم ملتیا کوله. یاد پلاوي په علیشنګ ولسوالۍ کې د ولسوال قاري عبدالقاهرمتوکل او د ولسوالۍ مرستیال سره د ناستې وروسته د دې ولسوالۍ لېرې پرتو غرنیو سیمو مائیل،ګهنه پال، سائیګل، ماسموت، پوهین،شمکټ او چاناک درو ولسونو سره، د ځنګلونو ساتنې او بیارغونې په اړه ولسي ناسته ترسره کړه.
په ناسته کې د علیشنګ ولسوال عبدالقاهر متوکل راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او د دوی د هڅو څخه یې مننه وکړه، چې د ځنګلونو ساتنې لپاره یې کړې دي. هغه د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او د سیمو ولسونو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د خپلو ځنګلونو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
ورپسې، د علماؤ شورا استازي مولوي محمد هاشم هم خبرې وکړې، چې پکې یې د ځنګلونو ګټې ولسونو ته تشریح کړې او له ولسونو یې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې د اسلامي امارت د پرېکړې له مخې، د ولایت په کچه د ځنګلونو ساتنې او احیاء لپاره دغه کمېټه جوړه شوې، چې هرې ولسوالۍ ته به سفر کوي او له ځنګلیزو سیمو نږدې وګړو او قومي مشرانو سره د همغږۍ ناستې ترسره کوي. نوموړي د ځنګلونو تولیدي او محافظوي ګټې ولسونو ته بیان کړې او له هغوی یې د دې ملي شتمنۍ د ساتنې په برخه کې د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د سیمو ولسونو د راغلي پلاوي له دې هڅو څخه مننه وکړه، چې له نږدې یې د دوی ستونزې او نظرونه واورېدل او د ځنګلونو په ساتنه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ. هغوی ژمنه وکړه چې د تېرو په څېر به د ځنګلونو ساتنه کوي او چاته به اجازه نه ورکوي چې طبیعي ځنګلونه پرې کړي. دغه راز، ولسونو یو شمېر غوښتنې هم له پلاوي سره شریکې کړې، چې د ستونزو او غوښتنو د حل په برخه کې د پلاوي له خوا ورته ډاډ ورکړل شو.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۸
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بامیان

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهار سال ۱۴۰۵ تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری با همکاری مؤسسات همکار در ولایت بامیان رسماً آغاز شد.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

غرس بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار در ریاست زراعت غور

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری غور اعلام کرده است که در ادامه کمپاین نهال‌شانی و به مناسبت فرارسیدن سال جدید، بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار از سوی پرسونل این اداره غرس گردیده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

ختم دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم در ریاست زراعت دایکندی

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم که از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و بخش دعوت و ارشاد آن ریاست به‌منظور ارتقای آگاهی دینی، تقویت درک مفاهیم و احکام اسلامی و ایجاد. . .

بازگشت به خبرها