د ننګرهار کوټ کې د څارویو د خوراکي توکو زېرمتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۳:۵۰
د ننګرهار کوټ کې د څارویو د خوراکي توکو زېرمتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د کوټ ولسوالی په جبي کلي کې د ۷ زره امریکایې ډالرو په لګښت د مالدارانو د ستونزو د حل او مالدارۍ پیاوړتیا په پار د څارویو د خوراکي توکو زېرمتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل د کوټ ولسوالی د مالدارانو د ستونزو حل لپاره ۷ زره ډالرو په لګښت ماشینري، د میل لپاره خام مواد او نور اړونده وسایل واخیستل شو.
نوموړي وویل د کوټ ولسوالی ۵۰۰ مالداران ددې فیډ میل سره ثبت او راجستر شوي، ترڅو په راتلونکي ورته  روزنه ورکړل شي.
د ننګرهار دکرنې رییس زیاته کړه د څارویو د خوراکي توکو یاد زېرمتون دافغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د کرنې نړۍوال سازمان په مالي لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
باید وویل شي، چې دمالدارۍ سکتور پیاوړتیا لپاره هالنډ کمېټه د ننګرهار په یوشمېر نورو ولسوالیو کې هم د څارویو د خوراکي توکو زېرمتونونه جوړ کړي دي. 
د څارویو د یاد خوراکي توکو زېرمتون د ګټي اخیستو په مراسمو کې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن، د کوټ ولسوال مولوي حمزه فاتح، د هالنډ کمېټې ولایتي مسؤل ډاکتر بحر الله بهیر، ترویج مدیر او قومي مخورو حضور درلوده.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۱۲
Background image

برگزاری جلسه پلان عمل احیا و حفاظت از جنگلات در وزارت زراعت

۲۱ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
جلسه‌ای به منظور بررسی و تنظیم پلان عمل احیا و حفاظت از جنگلات کشور، در وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع طبیعی این. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۴:۳۰
Background image

دیدار فنی از ساحات زراعتی قریه قلعه نورخان ولایت پروان

۲۱ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
کارمندان فنی و مسلکی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پروان از باغ‌ها و زمین‌های زراعتی قریه قلعه نورخان ساحه خلازیی دیدار نمودند. این برنامه به اساس هدایت رهبری. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

افتتاح مسلخ معیاری مواشی در شهر کهنه تالقان ولایت تخار 

۲۱ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
یک باب مسلخ معیاری و عصری در منطقه شهر کهنه تالقان ولایت تخار  توسط شرکت خصوصی اعمار و به بهره‌برداری سپرده شد. این مسلخ با در نظرداشت اصول صحی و حفظ محیط زیست ساخته. . .

BACK TO NEWS