شمال ختیځ زون کې څه باندې ۲۰ زره ټنه د غنمو اصلاح شوي تخم تولید شوي 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۱۳:۳۳
شمال ختیځ زون کې څه باندې ۲۰ زره ټنه د غنمو اصلاح شوي تخم تولید شوي 

۲۴چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۸ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د شمال ختیځ زون په کچه پر شپږ زره هکټار ځمکه د اصلاح شویو تخمونو د تولید په پار غنم کرل شوې وه، چې د اصلاح شوي کرنیزو تخمونو د تولید او تکثیر د دولتي او خصوصي شرکتونو د قراردادي بزګرانو د کروندو د وروستۍ پلټنې بهیر پیل شوی دی.
د کندز دکرنې رییس الحاج مولوی امان الله حسن وویل: «په روان کال کې ۶۰۰۰ هکتاره ځمکه چې د اصلاح شویو تخمونو د تولید لپاره کرل شوې وه، په درې پړاونو کې د کندز ولایت د کرنې ریاست د تخمونو د تصدیق آمریت د کارکوونکو له خوا یې پلټنې ترسره شوه.»
د ښاغلي حسن په خبره سږ کال په شمال ختیځ زون کې ۲۰۰۰۰ ټنه اصلاح شوي تخمونه تولید او تر تصدیق ورسته د هېواد پر بزګرانو وېشل کېږي.
اصلاح شوي تخمونه د سیمه ییزو او غیر اصلاح شویو تخمونو په پرتله څو سلنه لوړ حاصلات ورکوي، او تر څنګ یې د نباتي ناروغیو په مقابل کې هم زیات مقاومت لري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۱۲
Background image

برگزاری جلسه پلان عمل احیا و حفاظت از جنگلات در وزارت زراعت

۲۱ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
جلسه‌ای به منظور بررسی و تنظیم پلان عمل احیا و حفاظت از جنگلات کشور، در وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع طبیعی این. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۴:۳۰
Background image

دیدار فنی از ساحات زراعتی قریه قلعه نورخان ولایت پروان

۲۱ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
کارمندان فنی و مسلکی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پروان از باغ‌ها و زمین‌های زراعتی قریه قلعه نورخان ساحه خلازیی دیدار نمودند. این برنامه به اساس هدایت رهبری. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

افتتاح مسلخ معیاری مواشی در شهر کهنه تالقان ولایت تخار 

۲۱ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
یک باب مسلخ معیاری و عصری در منطقه شهر کهنه تالقان ولایت تخار  توسط شرکت خصوصی اعمار و به بهره‌برداری سپرده شد. این مسلخ با در نظرداشت اصول صحی و حفظ محیط زیست ساخته. . .

BACK TO NEWS