د کندز دکرنې رییس د تخمونو د تصدیق ریاست له پلاوي سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۱۵:۳۶
د کندز دکرنې رییس د تخمونو د تصدیق ریاست له پلاوي سره وکتل

۵ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي امان الله حسن د کرنې وزارت د تخمونو د تصدیق ریاست د قوریه جاتو له کارپوه نثار احمد رستګار او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
ددې لیدنې په ترڅ کې د کرنې وزارت د تخمونو  د تصدیق ریاست د قوریه جاتو کارپوه نثار احمد رستګار د خپل سفر موخه او کاري پلان بیان کړ او ویې ویل، چې د وزارت د رهبرۍ د مقام په هدایت دی ولایت ته د مزرعې د تفتش په موخه راغلي. ښآغلی رستګار د خپلو چارو په ترسره کولو کې د بشپړ ملاتړ او همکارۍ غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې، د کندز ولایت د کرنې رییس الحاج مولوی امان الله حسن، کندز ولایت ته د کرنې وزارت د پلاوي د ښه راغلاست په ترڅ کې زیاته کړه؛ د کروندې تفتیش د تولیدي شرکتونو لخوا د لوړ کیفیت لرونکي تخمونو د تولید په برخه کې یو اغیزمن او اندازه شوی پروګرام دی، چې د کندز ولایت د کرنې ریاست هر کال ددې پروګرام ملاتړ کوي. له تاسو غواړو چې د تولیدي شرکتونو کروندې  په صداقت او امانتدارۍ سره (تفتیش)  کړئ، ترڅو بزګرانو ته با کیفیته تخمونه ورکړل شي او د تولید کچه لوړه شي.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۷:۲۰
Background image

برگزاری برنامه دیدار تجار با تجار در نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری


۵ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
برنامه دیدار تجار با تجار (B2B) در جریان  سی‌وچهارمین نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در فارم تحقیقاتی بادام‌باغ کابل برگزار گردید.
این. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۷:۴۶
Background image

تکمیل پروژه اعمار چکدم خاکی در ولسوالی خواجه‌موسی فاریاب

پروژه اعمار یک باب چکدم خاکی در قریه غارتپه مربوط ولسوالی خواجه‌موسی ولایت فاریاب با موفقیت تکمیل و به بهره‌برداری سپرده شد. این پروژه با هدف مدیریت منابع آبی، جلوگیری از فرسایش خاک،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۷:۴۴
Background image

توزیع کمک‌های پروژه انکشاف معیشت و مصئونیت غذایی برای مالداران در زنده‌جان

روند توزیع کمک‌های پروژه انکشاف معیشت و مصئونیت غذایی برای مالداران نیازمند در ولسوالی زنده‌جان ولایت هرات، تحت نظارت کارمندان ریاست زراعت، به‌گونه شفاف و موفقانه انجام شد.
این کمک‌ها. . .

بازگشت به خبرها