د کندهار ارغنداب کې پر یوشمېر بزګرانو مرستې ووېشل شوې
۵ وری ۱۴۰۳ه.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «سي، اچ،اې» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د ارغنداب ولسوالی پر یوشمېر بزګرانو د بزګرۍ اړونده توکي وېشلي دي.
د کندهار دکرنې ریاست د چارواکو په خبره دغه توکي پر هغو بزګرانو وېشل شوي دي، چې موده مخکې پرې نیالګي او کیمیاوي سرې هم وېشل شوې وې.
ددې مرستې موخه د بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې میکانیزه کرکیلي ته زمینه برابرول دي.