کندز کې د څارویو خوندیتوب په موخه د پرازیټونو پر وړاندې مجادله پیل شوه
۵ وری ۱۴۰۳ه.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، په افغانستان کې دهالنډ کمېټې په همکارۍ ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د مالدارانو او کوچیانو د څارویو خوندیتوب په موخه څارویو ته د داخلي پرازیټونو په موخه د درمل شیندنې پروګرام پیل کړی دی.
د کندز دکرنې ریاست چارواکي وايي، چې ددې پروسې په ترڅ کې څارویو ته د داخلي پرازیتونو د له منځه وړولو په موخه درمل ورکول کېږي.
د دوی په خبره ددې پروګرام په ترڅ کې د کندز ولایت پر حیواني کلینیکونو د داخلي پرازیتونو ضد ۳۵ زره ډوزونه وېشل شوي دي، چې ددې ولایت پر څارویو به پلي شي.
ددې مرستې موخه د مالدارانو ملاتړ، د څآرویو د ناروغیو کچې ټیټول او په ټوله کې د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.