دهلمند بولان د نیالګیو روزلو قوریه کې د مېوه لرونکو نیالګیو زرګونه قلمې کښېنول شوې
![د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د طبیعي سرچینو آمریت لخوا، ددې ولایت د مرکز لښکرګاه بولان د نیالګیو روزلو قوریه کې د بېلابېلو مېوه لرونکو ونو ۶۰ زره د اصلاح شویو نیالګیو د قلمو اېښودلو چارې سرته ورسېدې.](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-03/whatsapp_image_2024-03-13_at_10.43.34_62da6657.jpg)
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د طبیعي سرچینو آمریت لخوا، ددې ولایت د مرکز لښکرګاه بولان د نیالګیو روزلو قوریه کې د بېلابېلو مېوه لرونکو ونو ۶۰ زره د اصلاح شویو نیالګیو د قلمو اېښودلو چارې سرته ورسېدې.
دغه قلمې به په نوموړې قوريه کې د مسلکي کارکوونکو لخوا روزل کېږي، چې راتلونکي کې به باکیفیته اصلاح شوي نیالګي ورڅخه په لاس راشي.
د یادولو وړ ده، چې په یاد قوریه کې د نورو مېوه لرونکو نیالګیو روزنه هم روانه ده.