د لغمان دوو ولسوالیو کې د موسمي اوبو مدیریت په پار د چکډمونو رغنیزې چارې پیل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۱۶:۱۶
د لغمان دوو ولسوالیو کې د موسمي اوبو مدیریت په پار د چکډمونو رغنیزې چارې پیل شوې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د لغمان ولایت په پنځو ولسوالیو کې د سېلابونو د مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا، د خاورې د تخریب او د رسوبي موادو او اوبو د مدیریت په موخه پنځه چکډمونه جوړېږي.
ددغو چکډمونو د جوړولو په ترڅ کې د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالی د شمکټ او د دولت شاه ولسوالی د نزاري درې په سیمه کې د شاوخوا شپږ میلونه افغانیو په لګښت د موسمي اوبو مدیریت په موخه د چکډمونو جوړولو چارې پیل شوې.
د دغه چکډم په پرانیست غونډه کې د لغمان مرستیال والي مولوی اختر محمد مزمل سربېره ددې ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن، دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت  کرونده کې د اوبو تنظیم او داوبولګولو د نویو تکنالوژیو رواجولو رییس مولوي معاذالله عادل، دعلیشنګ ولسوال قاري عبدالقاهر متوکل، د دولت شاه سرپرست ولسوال قارین یاسین او دیادو سیمو اوسیدونکو ګډون کړی ؤ.
 په یادو مراسمو کې دلغمان مرستیال والي مولوی اختر محمد مزمل وویل: « دامیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس د ټول هېواد په کچه د وچکالۍ دمخنیوي په موخه د چکډمونو دجوړېدو حکم شوی چې ددې حکم له مخې دلغمان دهرې ولسوالۍ لپاره یو باب چکډم چې  په ټوله کې پنځه بابه چکډمونه کېږي منظور شوي او ددې چکډمونو مالي لګښت د اسلامي امارت له پراختیايي بودیجې څخه تمویلېږي.»
په ورته مهال دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن وویل، چې ددغو چکډمونو په جوړېدو سره به د باران اوبه دسیلاب په ډول په دې کې ذخیره کېږي ورسره به  د دغو سیمو د څاه ګانو، کاریزونو او په ټوله کې د ځمکې لاندې اوبو د ډېرښت لامل کېږي او دغه سيمه به په راتلونکي کې له وچکالۍ څخه وژغورل شي.
همداراز د کرنې وزارت په کرونده کې د اوبوتنظیم او د اوبولګولو دنویو تکنالوژیو د رواجولو مسؤل مولوي معاذالله عادل وویل: «دامیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د کرنې وزارت په چوکاټ کې په ټول هېواد کې ٤٢٠ چکډمونه منظور شوي دي، چې له دې ډلې څخه دلغمان ولایت کې پنځه چکډمونه جوړېږي.»
ښاغلی عادل وویل، چې په نړۍواله کجه اقلیم بدلون کړی او د اوبو سطحه(واټرټیبل) ښکته تللي نو د داسې چکډمونو په جوړېدو سره به د ځمکې لاندې اوبو سطحه را پورته او د اوبو له قلت څخه به مخنیوی وشي.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

در ننگرهار تخم‌های اصلاح‌شده سویابین و کودهای کیمیاوی برای ۳۲۰ دهقان توزیع شد

۳۰ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ محرم‌الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق
به تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار و با حمایت مالی و تخنیکی مؤسسه جهانی آموزش و تغذیه، برای ۳۲۰ تن از دهقانان ولسوالی‌های. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

توزیع ماشین‌های خشک‌کن سبزیجات و میوه‌جات به ده‌ها تن از دهقانان ولسوالی متاخان ولایت پکتیکا

۳۰ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ محرم‌الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا با تمویل سازمان غذا و زراعت ملل متحد و همکاری تخنیکی مؤسسه اکشن‌اید، روند توزیع ماشین‌های خشک‌کن. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۹
Background image

جلسه هماهنگی زراعت و انکشاف دهات در دایکندی برگزار شد

۳۰ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار هماهنگی زراعت و انکشاف دهات به ریاست مولوی عبدالصمد مقبول رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی و با حضور نمایندگان مؤسسات همکار و ادارات مربوطه. . .

بازگشت به خبرها