د هلمند دوو ولسوالیو کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه
۱ کب ۱۴۰۲ه.ش
۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت په واشېر او نهرسراج ولسوالیو کې د نویو خپلسرو تصرفاتو د مخنیوي په ترڅ کې د امارتي ځمکو د غصب مخه نیول شوې ده.
د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د یادو ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې یوشمېر خلک غوښتل، چې غیر متصرفه ملکیتونه غصب او کورونه پرې جوړ او نیاګلي په کې کښېنوي، چې پر وخت یې د کرنې او امنیتي مسؤلینو لخوا مخه ونیول شوه.
د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په یادو ولسوالیو کې د سلګونه جریبه امارتي ځمکې د غصب مخنیوی شوی دی.