دننګرهار د کانال ریاست: هډې فارم کې ۱۱۰جریبه ځمکه کرکېلې ته چمتو شوه
د ننګرهار دکانال ریاست چارواکي وايي، چې د یاد ریاست اړوند هډې فارم کې له شپږو لسیزو وروسته ۱۱۰ جریبه ځمکه کرکیلې ته چمتو شوی دی.
د ننګرهارکانال رییس مولوی غلام الرحمن کظیم وویل، چې له دغو ځمکو څخه په تېرو ۶ لسیزو کې ترې د بېلابېلو دلیلونو او ناخوالو له امله ګټه نه وه اخیستل شوی او په دښتې بدله شوی وه ابیارۍ سیستم يې خراب شوی وه، اوس پرې د خصوصي سکټور له لورې کرکېله کېږي او چارې يې روانې دي.
ښاغلی کظیم وویل، چې په دې وروستیو کې د ننګرهار کانال اړوند ډېری شاړې ځمکې چې د لسیزو را په دې خوا پرې کرکېله نه ده شوې، کرنې چمتو او د نور کروندو ترڅنګ په کې د مېوو په ځانګړې توګه د مالټې بڼونه جوړېږي.