د ننګرهار کانال شرکت کې د چرګانو او هګیو د تولید ستره فابریکه پرانیستل شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۵ - ۹:۴۹
د ننګرهار کانال شرکت کې د چرګانو او هګیو د تولید ستره فابریکه پرانیستل شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په داسې حال کې، چې د ننګرهار والي حاجي ملا محمدنعیم، د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم، د ننګرهار دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد او یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو یې ملتیا کوله د ننګرهار کانال شرکت کې د چرګانو او هګیو د تولید د سترې فابریکې پرانیسته وکړه.
دغه فابریکه د «حبیب حسام پولټري کمپلکس» په نوم د ننګرهار کانال په ۱۱۶ جریبه ځمکه کې د نږدې دوه میلیونه ډالرو په لګښت جوړه شوې ده، چې د میاشتې ۶۰۰ زره غوښین او هګۍ ورکوونکي چرګان تولیدوي.
د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني ددې فابریکې په پرانیست غونډه کې وویل: «د چرګانو د غوښې او هګیو له پلوه ځان بساینې ته نږدې شوي یو، په دې برخه کې مو هلې ځلې ګړندۍ کړي، ښه بېلګه يې د حبیب حسام پولټري کمپلیکس ننې پرانیسته ده ».
 ښاغلي عثماني دغه راز وویل، چې هېڅوک د مشروع پانګونې مخه نشي نېولې، ځکه صنعت او د هېواد په ټولګټو پروژو پانګونه د هېواد په وده او پرمختک کې اساسي ونډه لري.
دکرنې او مالدارۍ مرسیتال دغه راز وویل، چې اوس مهال په هېواد کې د چرګانو روزنې له لس زرو زیات فارمونه فعالیت لري، چې هره ورځ ترې په زیاته اندازه د چرګانو غوښه، هګۍ او نور د هېوادوالو ته وړاندې کېږي .
په دې غونډه کې د حبیب حسام پولټري کمپلیکس مشر عزیزالله حسام د کرنې وزارت، ننګرهارولایتي ادارې او کانال شرکت څخه مننه وکړه، چې ورته يې د فعالیت او پانګونې زمینه برابره کړې.
 ښاعلی حسام وویل، چې په دې فابریکه کې د ۳۰ زره نسلي چرګانو روزنې لپاره يې نوی ودانې جوړه کړې، چې راتلونکي کې به په هېواد کې د ننه د مارکېټ غوښتنې پوره کړي او د بهرنیو وارداتو مخه به ونیسي.
 د يادونې ده، چې په دغه فابريکه کې نږدې ۴۵۰ کسان کار کوي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۰
Background image

توزیع مواد غذایی برای دهاقین متضرر از خشکسالی در سمنگان

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان با همکاری مالی دفتر شبکه انکشاف باختر برای شماری از دهاقین و افراد بی‌بضاعت متضرر از خشکسالی در مرکز ایبک و ولسوالی حضرت. . .

بازگشت به خبرها