د لغمان الینګار کې پر بزګرانو د روب جوړولو توکي ووېشل شوې
۲۳ مرغومې ۱۴۰۲ه.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار مؤسسې له لورې ددې ولایت د الینګار ولسوالی ۲۰ تنو بزګرانو ته د روب جوړولو توکي ورکړل شوي دي.
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د ډاکار دفتر په همکارۍ ددې ولایت په الینګار ولسوالی کې ۲۰ تنو بزګرانو ته د روب جوړولو وسایل ورکړل شوي دي.
په یادو توکو کې هر بزګر ته څلور قلمه توکې چې، په کې یو عدد د کوفتې ماشین، یو عدد پلایستیکي طشت، یو درجن پلاستیکي بوتل او یو عدد چاقو شامل دې ورکړل شوي دي.
وړاندې تردې هم یادو بزګرانو ته د سبو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې د ډېر حاصل ترلاسه کولو په پار ورکړل شوې وه.
دغه راز بزګرانو ته د روب جوړولو، محصولاتو د ضایعاتو مخنیوی، بازارموندنې او نورو اړونده موضوع ګانو په هکله عملي او نظري روزنه هم ورکړل شوي دي.