زابل کې د اوبولګولو د یوې پروژې چارې پیل شوې
د زابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت شهر صفا ولسوالی د شوخک کلي کې د اوبولګولو د یوې پروژې رغنیزې چارې پیل کړي دي.
د زابل دکرنې رییس مولوی عطاءالله وویل، چې دغه چکډم د کرنې وزارت له بودیجې څخه د شاوخوا ۴ میلیونه افغانیو په لګښت رغول کېږي.
د زابل دکرنې رییس وویل، چې ددې پروژې په بشپړېدو سره به سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او زرګونو خلکوته به د کار زمینه هم برابره شي.
په همدې حال کې د سیمې اوسیدونکو د یاد چکډم په جوړیدو خوښي وښوده او د زابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او پروژی له مسولینو څخه مننه وکړه.
ددې پروژې د پلي کولو موخه د بزګرانو کروندو ته پر وخت او کافي اوبه رسول، د ځمکې لاندې اوبو پیاوړتیا او په ټوله کې د اوبو مدیریت دی.