د هلمند خانشین کې د حیواني او کرنیزو درملو پلورنځۍ وڅارل شوې
٢۹ لیندۍ ۱۴۰۲ه.ش
۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دې ولایت کې په غیر اصولي او غیر مسلکي ډول د کرنیزو او حیواني درملو د پېر- پلور مخنیوی کمپاین په دوام تېره ورځ ددې ولایت د خانشین ولسوالی مېله بازار کې ګڼ شمېر کرنیز او حیواني درمل پلورنځئ وڅارل شوې.
دغه پروسه د یوه ګډ پلاوی لخوا چې په ترکیب کې یې د اړونده ولسوالی دکرنې، بوټو ساتنې مدیریت او امنیې قومندانۍ، استازي شامل دي له وړاندې پیل شوې ده، چې د بیا لپاره په یاده ولسوالی کې ګڼې هټۍ وڅارل شول.
دیادې څارنې په ترڅ کې یوشمېر تر وختتېر او جعلي درمل راټول او عاملینو ته یې جدي سپارښتنې وشوې.